د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې عدلیې ریاست ته نوې ودانۍ جوړه شوه


په خوست ولایت کې د عدلیې ریاست له پاره د څه د پاسه نولس میلیونه افغانیو په لګښت نوې دوه پوړیزه ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په خوست ولایت کې د عدلیې ریاست له پاره د څه د پاسه نولس میلیونه افغانیو په لګښت نوې دوه پوړیزه ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د خوست ولایت چارواکي وايي، چې پخوا عدلیې ریاست د ودانۍ په برخه کې ډېرې ستونزې درلودې، خو د دې ودانۍ په جوړیدو سره به د یاد ریاست ټولې ادارې په یو ځای کې فعالیت کوي او مراجعین به تر دې وروسته د پخوا په شان ستونزې ونه لري.

د سه شنبې په ورځ د عدلیې ریاست د نوې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې خوست سرپرست والي عبدالجبار نعیمي مشال راډیو ته وویل، چې پخوا یاد ریاست له دې کبله چې مشخصه ودانۍ يې نه درلوده او ټول امریتونه او مدیریتونه يې يوځای نه ول، نو د اجرااتو او مراجعینو په برخه کې یې ډېرې ستونزې درلودې او لکه، چې ښايي دوی نه شوای کولای د خلکو مسائیلو ته رسیده ګي وکړي، چې د دې ودانۍ په جوړیدو سره به دا ستونزې حل او د مراجعینو مسلې په ټاکلي قانوني وخت کې سره رسیږي:

((دغه ریاست دې ودانۍ ته ډېر زیات ضرورت درلود، د نن وروسته به انشاالله د عدلیې ریاست ټولې ادارې په یو ځای کار کوي او د دې تعمیر په جوړولو سره به د دوی هغه ضرورتونه رفع شي، په دې تعمیر باندې ۱۹میلیونه څلور لکه ۱۴ زره افغانۍ لګښت شوی، دې ودانۍ ته د عدلیې وزارت د انکشافي بودیجې څخه بودجه ورکړل شوې ده.))

د عدليې ریاست له پاه نوې ودانۍ په دوه پوړونو کې د خوست د اداري کمپلیکس په پراخه سیمه کې د نورو حکومتي ادارو تر څنګ جوړه شوې، چې ودانیزې چارې يې د یو کال په موده کې بشپړې شوي دي.

د عدلیې ریاست سرپرست عبدالفتاح سیار مشال راډیو ته وویل، چې په خوست کې عدلي او قضايي ادارې خپلو مسوولیتونو ته متوجه شوي، دوی به په مرکز او ولسوالیو کې د خلکو مسلو ته رسیده ګي کوي او چاته به ستونزې نه جوړوي:

((عدلیې ریاست د خپلو اړوندو ادارو په شمول چې په ولسوالیو کې د حقوقو امریتونه لري، خلکو ته به هېڅ ډول مشکلات نه جوړوي، په عدلي برخه کې به دا ودانۍ په پرسونل ذهناً مثبت رول ولري.))

یاده دې وي، چې په خوست کې داسې مهال عدليې ریاست ته نوې ودانۍ جوړیږي، چې په دې وروستیو کې نوي افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي د هېواد عدلي او قضايي ادارو ته پام ډېر کړی او هڅه کوي، چې یادو ادارو کې فساد او په چارو کې ځنډ له منځه یوسي او په حقیقي مانا د عدالت پلي کېدو ته لاره هواره کړي.

XS
SM
MD
LG