د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جاپان او شمالي کوریا چارواکو دوه ورځنۍ خبرې پیل کړې


د دې خبرو اترو هدف دا دی چې د شمالي کوریا په هغو دولتي څیړنو کې شوی پرمختګ و ارزوي چې په نولسوه اویایمو او اتیایمو کلونو کې د تښتول شویو جاپانیانو د برخلیک په اړه یې د ترسره کولو ژمنه کړې.

د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوږدې مودې په ترینګلو اړیکو کې د تښتونو دا موضوع یوه لویه مسله ده. جاپان او شمالي کوریا په خپلو کې رسمي اړیکې نه لري .

په دې خبرو اترو کې د جاپاني هییت مشري لوړپوړی دیپلوماټ جونیچي ایهارا کوي او ټاکل شوې چې څلور ورځې به په شمالي کوریا کې پاتې شي.

په ۲۰۰۲ م کال کې شمالي کوریا ومنله چې دیارلس تنه جاپاني اتباع یې د دې لپاره تښتولي و چې په جاپاني ژبه او کلتور کې خپل جاسوسان وروزي.

له دې ډلې څخه په همدې کال کې پنځو ته اجازه ورکړل شوه چې بیرته جاپان ته ستانه شي، خو شمالي کوریا وايي ، نور یا مړه شوي او یا شمالي کوریا ته نه دي رسیدلي.

جاپان بیا وايي سلګونه نور جاپانیان هم ښايي تښتول شوي وي او ځینې کیدای شي اوس هم ژوندي وي .

په مي میاشت کې شمالي کوریا موافقه وکړه چې د جاپان له خوا د ځینو یو اړخیزو بندیزونو د اسانتیا په بدل کې به په دې اړه نوې څیړنې ترسره کړي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG