د لاسرسي ځای

د خېبر پښتونخوا د سوات په مټه کې نامعلومو وسله والو د امن کميټي يو غړی په ډزو وژلی.

د مټې پوليس چارواکو ترمخه سعدالله خان نومي دا وژل شوی کس د سهار له لمونځ وروسته خپل کلي کې خپل دوکان کې وو چې وسله والو پرې حمله وکړه.

د تحريک طالبان پاکستان وياند، شاهد الله شاهد د دي حملې پړه منلي ده. ياده دي وي چې دي وروستيوو کې طالبانو ويلي وو چې د شاهدالله شاهد نوم استعمالوونکی د دوی وياند يې له دندې ليري کړی.

XS
SM
MD
LG