د لاسرسي ځای

قبايل وايي د پاکستان رسنيوو له پامه غورځولي دي


د شمالي وزيرستان يوه بې کوره شوې ميرمن

د شمالي وزيرستان يوه بې کوره شوې ميرمن

په داسې حال کې چې له شمالي وزیرستان څخه د پاکستاني پوځ د عملياتو او جګړو له وجې خوا او شا لس لکه خلک بې کوره شوي، اسلام اباد، لاهور او کراچۍ کې سياسي جلسې روان دي. ډير کډوال ګيله کوي چې مطبوعات او په ځانګړي ډ،ل ټیلي ویژن چینلونه د دوی مشکلاتو ته کم پام او جلسو ته ډير اهميت ورکوي.

پکار خو دا وه چې ددې ملک مطبوعاتوکډوالو ته پوره پام کولی خو له کله راهيسې چې په اسلام آباد کې د عمران خان او طاهرالقادري جلسې او ناستې شروع شوي، مطبوعاتو له موږ څخه مخ اړولی دی. دې کډوالو چې د ملک او قام لپاره کومه قرباني ورکړه دهغې هیچا ازاله ونکړه.

دوزیرستان د متاثرینو د کمیټۍ یو مشر همایون داوړ مشال ريډو ته په دې هکله وویل: ((پکار خو دا وه چې ددې ملک مطبوعاتوکډوالو ته پوره پام کولی خو له کله راهيسې چې په اسلام آباد کې د عمران خان او طاهرالقادري جلسې او ناستې شروع شوي، مطبوعاتو له موږ څخه مخ اړولی دی. دې کډوالو چې د ملک او قام لپاره کومه قرباني ورکړه دهغې هیچا ازاله ونکړه. زه به دا ووایم چې موږ سره دغه جلسو والا هم ډیر زیاتی وکړ چې د خلکو پام یې له کډوالو بلې خوا ته واړاوه.))

همداراز دقبایلي سیمو د خبریالانو د اتحادیې پخوانی مشر صفدر حیات داوړ وايي د پاکستان مطبوعاتو هيڅکله قبايلي سيمو او د هغه ځای خلکو ته ډيره پاملرنه نه ده کړي. نوموړی زياتوي:

((قبايلي سيمې نه خپلې رسنۍ لري او نه هم خپل اواز. یوې خواته لس زره خلک [جلسې لپاره] راوتي او بلې خوا ته لس لکه خلک بې کوره شوي د قام لپاره. پکار خوا دا وه چې رسنيوو دي کډوالو ته پام کړی وی خو حقيقت دا دی چې په رسنيوو کې د هغوی اواز نشته.))

پکار خو دا وه چې ددې ملک مطبوعاتوکډوالو ته پوره پام کولی خو له کله راهيسې چې په اسلام آباد کې د عمران خان او طاهرالقادري جلسې او ناستې شروع شوي، مطبوعاتو له موږ څخه مخ اړولی دی. دې کډوالو چې د ملک او قام لپاره کومه قرباني ورکړه دهغې هیچا ازاله ونکړه.

ياده ده وي چې د پاکستان په ټيليويژن جينلونو ځيني وخت څو څو ګړۍ د سياست والو جلسې په ژوندۍ بڼه خپريږي.

مشر خبريال او څيړونکی امتياز عالم وايي رسنيوو ته له قبايلي سيمو کومه فايده نشته ځکه يې په اړه ډير څه نه وړاندي کوي.

کډوال قبايل بنو کې د خوراکي موادو د ويش په يو مرکز کې

کډوال قبايل بنو کې د خوراکي موادو د ويش په يو مرکز کې

((مطبوعاتو ټول پام لاهور او اسلام آباد ته اړولی او د دې ښارونو پر خبرونو او واقعاتو يې ډير نظر دی. په قبايلو څه کوي؟ له هغې ورته څه ګټه رسيږي؟ او باقي د سياسي ناستو او جلسو خبره داسې ده چې هلته ډیر ښکلي تصویرونه اخیستل کیږي، ښکلې ویډیوګانې جوړیږي او خلک یې هم خوښوي نو ځکه ورته رسنۍ هم ډير وخت ورکوي.))

پاکستان کې دي وروستيوو کې ګڼ شخصي ټيليويژنونه جوړ شوي. په رسنيوو نظر لرونکی، د انټرمیډیا ادارې مشر، عدنان رحمت وايي نه خو حکومت د بې کوره شوو قبايلو مسلو حل کولو لپاره څه کړي او نه يې هم مطبوعات پر ستونزو خبرې کوي.

نوموړی زياتوي: ((داسې ښکاري چې رسنۍ یوازې تجارت کوي او ولسي مسلې په ډاګه کول یې ترجیحاتو (لومړيتوبونو) کې نشته.))

XS
SM
MD
LG