د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان : افغان حکومت د کډوالو واپسي غواړي


په پاکستان کې اوسیدونکې یوه افغان کډواله
په پاکستان کې اوسیدونکې یوه افغان کډواله

د افغانستان حکومت غواړي له پاکستانه ټول افغان کډوال بیرته خپلې خاورې ته ور وغواړي، دا څرګندونې د پاکستان د سرحدونو او د کډوالو د چارو وزیر عبدالقادر بلوڅ د اتوار په ورځ د ملک سرکاري خبري اژانس ای پي پي ته وکړې.

عبدالقادر بلوڅ وايي دوی به په هم دې موخه یو پلاوی ډیر زر د نورو خبرو لپاره افغانستان ته لیږي، څو د کډوالو د بیرته ستونلو لپاره یوه موثره او جامع کړنلاره جوړه کړای شي.

په پاکستان کې دا مهال د شپاړس لکو په شاو خوا کې افغان کډوال په قانوني ډول استوګنه لري چې د ۲۰۱۵ م کال تر پایه ورته په دغه هیواد کې د استوګنې اجازه ورکړل شوې خو زرګونه نور افغانان هم پاکستان کې بې له دې چې د مهاجرت کارتونه ولري ژوند کوي.

په افغانستان کې د اشرف غني احمدزي په مشرۍ کې د نوي حکومت د جوړیدو نه پس اټکل کیږي چې پاکستان او ایران کې د میشتو افغان کډوالو د بیرته ستنولو لپاره به کومه لاره جوړه کړای شي.

دپاکستان د سرحدونو او د کډوالو د چارو وزیر عبدالقادر بلوڅ وايي پاکستان تل افغان کډوالو ته د خپلو ښاریانو هومره سهولتونه ورکړي دي.

بل پلو په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې ویانده د نیا اسلم خان وايي پاکستاني چارواکي نه غواړي چې قانوني کډوال په زوره له خپلې خاورې وباسي. بل پلو ځیني کارپوهان هم وايي چې که افغان کډوال په یو وار له پاکستانه وویستل شي ښايي افغان حکومت به یې سنبال نه کړای شي.

XS
SM
MD
LG