د لاسرسي ځای

تازه خبر

باړه کې په یوکور د توغندي لګیدو له امله ۴ کسان ژوبل شوي


فایل فوټو
فایل فوټو

د خیبر ایجنسۍ د پولیټيکل انتظامیې چارواکي وایي چې بیګا د باړې په سور کس کې پر یو کور د توپ د ګولې د پرېوتو په پېښه کې څلور تنه ژوبل شوي دي.

د چارواکو په وینا ، په ژوبل شویو کې یو نارینه او درې مېرمنې دي چې نژدې روغتون ته وړل شوې دي.

بل پلو د خیبر سرکاري او امنیتي چارواکو نن سهار مشال ریډیو ته وویل چې د پوځ جنګي الوتکو بیګاه د باړې په شلوبر ، ناله ملک دین خیل ، سپا ، سپین قبر او اکا خیلو کې د وسلوالو پر پټنځایونو بمبارۍ کړې دي. خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

دپاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې ( ايي. ایس. پي. ار ) یو چارواکي نن د نوم د نه ښکاره کولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې نن سهار وختي د پاکستاني الوتکو په بریدونو کې اتلس وسله وال وژل شوي او ددوی پنځه مرکزونه تبا کړای شوي دي. خو په سیمه کې د لشکر اسلام وسله والې ډلې مشر منګل باغ بیا مشال راډیو ته وویل چې نه ددوی وسله وال په نخښه شوي او نه هم ورته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خیبر ایجنسۍ په باړه کې د روانې میاشتې له شپاړسمې نیټې د و سله والو پر ضد د ( خیبر ون ) په نامه پوځي عملیات دوام لري چې له کبله یې له باړې په زرګونه خلکو کډې کړې دي.

XS
SM
MD
LG