د لاسرسي ځای

د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزی د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په ملګرتیا سعودي عربستان ته تللی دي.

جمهوري ریاست نن( شنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر احمدزی به په دې سفر کې د سعودي له لوړپوړو چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړي او د عمره به هم ادا کړي.

د خبرپاڼې له مخې که څه هم د دې دوه اړخیزو مسایلو او کیدونکو خبرو په اړه ډېر جزییات نشته خو له سعودي عربستانه د سولې په برخه کې ډېره تمه کیږي.

د لوړې له مراسمو وروسته دا د اشرف غني احمدزي لومړنی بهرنی سفر دی.

XS
SM
MD
LG