د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ پر سیاسي مشرانو بریدونه وغندل


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ

د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ په کوټه کې د جميعت علماء اسلام پر مشر مولانا فضل الرحمن تر ځانمرګي بريد وروسته د جمعې په ورځ د امن و امان په اړه تود بحث کړی دی.

غلام غوث

پېښور: د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ په کوټه کې د جميعت علماء اسلام پر مشر مولانا فضل الرحمن تر ځانمرګي بريد وروسته د جمعې په ورځ د امن و امان په اړه تود بحث کړی دی.

مولانا فضل الرحمن د پنجشنبې په ورځ په کوټه کې د هغه د ګوند تر یو مهمه غونډه وروسته له شوي بريده ژوندی ووت خو دوه نور کسان پکې ووژل شو او يو شمير ټپيان شو.

د خیبر پښتونخوا د اسمبلی په دې غونډه کې د ټولو سياسي ګوندونو استازو د خپلو ویناګانو پر مهال په پاکستان کې پر سياسي مشرانو بريدونه و غندل.

د عوامي نيشنل ګوند پارليماني مشر سردار حسين بابک په خپله وینا کې وویل ، ً هغه ګوندونه چې د تشدد مخالفت کوي هغوي سياسي هلي ځلي نشي کولای او کوم ګوندونه چې د سخت دریځو په ګونګه ژبه حمايت کوي هغوی ته د لويو لويو غونډو کولو اجازه دهً.

د خیبر پښتونخوا په صوبايي حکومت د شریک ګوند جماعت اسلامي یو مخکښ حاجي حبیب الرحمان وویل ، ً شاوخوا ټول ګوندونه د تشدد ښکار شوي دي او موږ پر ټولو ګوندونو د ترهګرو بریدونو غندنه کووً.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:00 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG