د لاسرسي ځای

“افغان ولسمشر د اسټرالیا له ګورنر جنرل سره ولیدل”


د اسټرالیا ګورنر جنرل د تېرې پنجشنبې پر ورځ له افغان ولسمشر سره د لیدو پر مهال د افغان حکومت د اصلاحاتو پروګرام هرکلی وکړ.

د ولسمشر له دفتره په خپور شوي پروني بیان کې راغلي، د اسټرالیا ګورنر جنرل پیټر کاسګروف له ولسمشر اشرف غني سره ولیدل او د هغه د حکومت د اصلاحاتو ګامونو ستاینه یې وکړه.

بیان زیاتوي، د کتنې په پای کې کاسګروف، غني ته د اسټرالیا د کرکټ لوبډلې هغه بیټ ډالۍ کړ چې ورباندې د هغه هېواد لوبغاړو لاسلیکونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG