د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مولانا فضل الرحمان ګوند په ټول پاکستان کې په احتجاج راوځي


په کوټه کې د جمیعت علمای اسلام (ف) د مشر مولانا فضل الرحمان پر ګاډي تر ځانمرګي برید وروسته دې ګوند نن(جمعه) په ټول پاکستان کې د احتجاج کولو اعلان کړی دی.

په کوټه کې د جمیعت علمای اسلام (ف) د مشر مولانا فضل الرحمان پر ګاډي تر ځانمرګي برید وروسته دې ګوند نن(جمعه) په ټول پاکستان کې د احتجاج کولو اعلان کړی دی.

د جمیعت علمای اسلام (ف) مشران وايي، د جمعې تر لمانځه وروسته به لاریونونه کوي. تېر مازیګر د کوټې په صادق شهید لوبغالي کې د ((مفتي محمود کنفرانس)) تر جلسې وروسته چې مولانا فضل الرحمان روان وو نو پر مرمۍ ضد ګاډي یې ځانمرګی برید وشو.

د جمیعت علمای اسلام (ف) د بلوچستان صوبې ویاند عبدالباري اڅکزي بېګا مشال راډيو ته وویل، د مولانا فضل الرحمان یوه ساتونکي د ځانمرګي بریدګر د مخنیوي هڅه وکړه.

د کوټې پولیس وايي، په برید کې د ځانمرګي په ګډون دوه کسان وژل شوي او تر ۲۰ زیات ژوبل دي. د حملې پړه د جند الله په نوم وسله والې ډلې منلی دی.

XS
SM
MD
LG