د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمن له ځانمرګي بریده روغ راووت


مولانا فضل الرحمن له ځانمرګي بریده روغ راووت
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:25 0:00

مولانا فضل الرحمن له ځانمرګي بریده روغ راووت

یو ځانمرګي بریدګر د مولانا فضل الرحمن له ګاډي سره نژدې خپلځان والوځولو. چې پکې هغه ته د سر زیان ونه رسېده خو د دغه ګوند د جلسې ګڼ برخوال ژوبل شول.

په کوټه کې د جمعیت العلماء اسلام مشر ف ډلې پر مشر مولانا فضل الرحمن له یوه ځانمرګي بریده روغ راووت. د کوټې پولیس مشر سي پي او عبدالرزاق چیمه وايي، په دغه پېښه کې د یوه ځانمرګي په ګډون دوه تنه وژل شوي او تر شلو زیات ژوبل دي. د روغتون چارواکي وايي، په ټپیانو کې د اتو تنو حالت د اندېښنې وړ دی.

د مشال راډيو خبریال خدای نور ناصر چې خپله د پېښه په ځای کې موجود وو، وايي، له برید وروسته نژدې نیم ګنټه مړي او ژوبل کسان هلته پراته ول، نه پولیس وو او نه نور امدادي کارکوونکي چې ژوبل کسان تر روغتونه ورسوي. دی وايي وروسته خلکو په رکشو، موترانو او موټرسایکلونو ژوبل کسان د ښار روغتونو ته ورسول.

د مشال خبریال وايي، نن د زیارت ورځ د کوټې په صادق ضهید لوبغالي کې د جمعیت العلماء اسلام مشر ف ډلې له لوري د دغه ګوند د باني مولانا مفتي محمود کانفرنس کېدلو، د ده په خبره چې څنګه د کانفرنس لویه غونډه ختمه شوله، نو مولانا فضل الرحمن او د دغه ګوند نور مشران په خپلو ګاډو کې له جلسه ګاه راووتل او له دې له ځایه د یو ځو فوټو په واټن کې چېرته چې جلسې ته د تلونکو خلکو لپاره د تلاشۍ ور جوړ شوی، هغه ته جوخت په لږ واټن کې ځان والوځولی.

یو ځانمرګي بریدګر د مولانا فضل الرحمن له ګاډي سره نژدې خپلځان والوځولو. چې پکې هغه ته د سر زیان ونه رسېده خو د دغه ګوند د جلسې ګڼ برخوال ژوبل شول.

د کوټې پولیس یو ویاند وايي، چې مولانا فضل الرحمن ته ځکه هم زیان ونه رسېده چې دوی ورته مرمۍ ضد ګاډی ورکړی وو.

خپله د جمعیت العلماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن له یوه پاکستاني شخصي ټېلیویژني چېنل سره په خبرو کې وویل، چې کله د دوی جلسه ختمه شوه، نو د ده په خبره یوه ځانمرګي بریدکوونکي د ده پر ګاډي حمله وکړه او خپلځان یې والوځولو. د ده په خبره دی ځکه روغ رمټ راووت چې ګاډی یې مرمۍ ضد «بولېټ برووف» وو.
دی وايي، ګاډي ته یې سخت زیان رسېدلی دی.

له دې ځانمرګي برید وروسته د جلسې برخوالو د صوبايي حکومت خلاف لاریون وکړ، د شاوخوا سیمې دوکانونه یې په احتجاج کې وتړل.

مولانا فضل الرحمن یوه پاکستاني شخصي ټېلیویژني چېنل ته ویلي، هغه ته هېڅ دړکې نه وې ورکړل شوې. د ده په خبره ځکه په نښه شو، چې د امریکا ضد خبرې کوي. دی زیاتوي چې دغه ډول بریدونه دوی له خپله منزله او هدفه نشي اړولی.

XS
SM
MD
LG