د لاسرسي ځای

تازه خبر

غني او عبدالله ته د اوباما بلنه


د امریکا ولسمشر باراک اوباما
د امریکا ولسمشر باراک اوباما

امریکايي ولسمشر باراک اوباما افغان ولسمشر اشرف غني او د حکومت اجراییوي مشر عبدالله عبدالله ته د راتلونکې کال په پیل کې واشنګټن ته د ورتګ بلنه ورکړې.

بېګا له سپینې ماڼۍ په خپور شوي بیان کې راغلي، دا خبره اوباما تېره ورځ له غني او عبدالله سره د ویډیويي کنفرانس پر مهال وکړه.

امریکايي ولسمشر یو ځل بیا د افغانستان د ملي یووالي حکومت ملاتړ ژمنتیا وښوده او دواړو افغان مشرانو ته یې د کار په لومړۍ په میاشت کې په لاسته راوړنو مبارکي وویله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG