د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملالې یوسفزۍ د ازادۍ تمغه یووړه


 فیلاډېلفیا : اوولس کلنه ملاله یوسفزۍ د ۲۰۱۴م کال ازادۍ تمغه ورکول کېږي. ۲۲م اکتوبر ۲۰۱۴م کال
فیلاډېلفیا : اوولس کلنه ملاله یوسفزۍ د ۲۰۱۴م کال ازادۍ تمغه ورکول کېږي. ۲۲م اکتوبر ۲۰۱۴م کال

کله چې ملاله یوسفزۍ د امریکا ازادۍ تمغې منتظیمینو هغه د دې جایزې لپاره چڼ کوله، نو په هغه وخت دوی ته نه وه مالومه چې دا به د نوبېل امن جایزه هم وګټي.

اسوشيېټېډ پرېس لیکي ملالې یوسفزۍ ته د اکتوبر پر ۲۲مه نېټه د امریکا ازادۍ تمغه ورکړل شوه، هغې ته روانه میاشت د نوبېل امن جایزه هم اعلان شوه. هغې ته له دې ژمنې سره یو لاک امریکايي ډالر انعام هم اعلان شول، چې دغه پیسې به په پاکستان کې د ماشومانو په تعلیمي پرمختګ لګوي.

ملالې یوسفزۍ ته په فیلاډېلفیا کې دغه جایزه په نړۍ کې د ماشومانو تعلیم لپاره په هڅو ورکړل شوه. اوولس کلنه ملاله یوسفزئ د نړی تر ټولو کمعمره نوبېل امن جایزه ګټونکې ده.

اژانس لیکې کله چې د ازادۍ تمغې منتظیمینو هغه د دې جایزې لپاره چڼ کوله، نو په هغه وخت دوی ته نه وه مالومه چې ملاله به د نوبېل امن جایزه هم وګټي.

د امریکا ازادی تمغه هغه چاته هر کال ورکول کېږي، چې په نړۍ کې یې د خلکو ازادۍ لپاره کار کړی وي. د نهې پر ورځ په دغه دستوره کې یو شمېر خلکو ګډون وکړ، او د ملالې یوسفزۍ هڅې یې وستاییلې.

په امریکا کې د تعلیم پرمختیا لپاره کارکونکې اېمي ګتمان وایي، یو تعلیمیافته ذهن او فکر د نړۍوالې ښیګړې لپاره یو طاقتور قوت دی.

ملاله یوسفزۍ په ۲۰۱۲م کال کې په سوات کې ځکه د طالبانو په ډزو ژوبل شوه، چې هغې په سوات کې د جینکو د تعلیم لپاره غږ پورته کړی وو.

د نهې پر ورځ د دغه جایزې ترلاسه کولو په دستوره کې ملالې یوسفزۍ وویل، په هغه وخت کې له دې سره دوه لارې وې، یا خو د طالبانو پر کارونو غلې پاتې شي، او بیا ووژل شي، او یا دا چې پر ضد یې غږ کړي او بیا ووژل شي. دا وايي، هغې دویمه لاره خوښه کړه. او دا یې ذمه وارې وه، چې خپل غږ پورته کړي.

ملالې یوسفزۍ وویل، طالبانو د دې د خاموشه کولو غلطي کړې ده. هغه وایي کله چې دا وویشتل شوه، په هغه ورځ کمزوري ، ویره، او بې وسي ختمه شوه، او پر ځای یې قوت او حوصله پیدا شوه.

XS
SM
MD
LG