د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاوتریخوالی په هرو پینځو دقیقو کې یو ماشوم وژني


د ملګرو ملتونو ماشومانو نړیوالې ادارې یونیسېف برتانیې څانګه په خپل تازه رپورټ کې وايي، په نړۍ کې د تاوتریخوالي له کبله په هرو پینځو دقیقو یا منټونو کې یو ماشوم وژل کېږي.

د ملګرو ملتونو ماشومانو نړیوالې ادارې یونیسېف برتانیې څانګه په خپل تازه رپورټ کې وايي، په نړۍ کې د تاوتریخوالي له کبله په هرو پینځو دقیقو یا منټونو کې یو ماشوم وژل کېږي.

د رپورټ تر مخه د تاوتریخوالي له کبله زیاتره ماشومان په هغو هېوادونو کې وژل کېږي چې پکې ارامي او سوله ده. رپورټ وايي، که حساب وشي نو هره ورځ د تشدد په پېښو کې ۳۴۵ ماشومان وژل کېږي، او په دې کې ۷۵ فیصده پېښې په ارامو او باامنه هېوادونو کې کېږي.

د یونېسېف پلټنې ښيي چې ((ماشومان هر ځای، هره ورځ له سخت تشدد سره مخامخېږي.))

رپورټ وايي، د حیرانتیا خبره دا ده چې نړیوالې ټولنې او یونیسېف څو لسیزې کار وکړ چې د ناروغیو او لوږې له کبله د ماشومانو د مرګونو مخنیوی وکړي، خو اوس داسې ښکاري چې نړۍ باید د هرې ((هغې وجې په اړه فکر وکړي چې د ماشومانو د وژنې لامل کېږي.))

د یونیسېف دا رپورټ وايي، له ناامنه هېوادونو دباندې میلیونونه ماشومان له جسماني، جنسي او جذباتي تېریو سره مخامخېږي او دا ماشومان په کورونو، ښوونځیو او ټولنو کې نامحفوظه دي.

رپورټ وايي، هغه ماشومان چې ورباندې تشدد کېږي، ماغزه یې د هغو پوځیانو په څېر فعالیت کوي چې د جنګ په میدان کې وي. هغه ماشومان چې له تاوتریخوالي سره مخامخېږي تر اوږده مهاله د ذهني صدمې علامات لري.

د یونیسېف د رپورټ په وینا، د غریبۍ یا بې وزلۍ له کبله د نړۍ په هره سیمه کې پر اوسېدونکي ماشومانو د تشدد امکان زیاتېږي.

رپورټ د سولې نوبېل سږنۍ جایزې ګټونکو ملالې یوسفزۍ او کیلاش ستیارتي په مثال ورکولو وايي چې که نړۍ د ماشومانو د حقونو لپاره ودرېږي نو ماشومان له تشدد، استحصال او تېریو خلاصېدای شي.

یونېسېف وايي، پر ملالې یوسفزۍ قاتلانه حملې او په نایجېریا کې د ۲۷۶ نجونو د تښتونې پېښو نړۍ ته دا روښانه کړه چې ماشومان د تعلیم تر لاسه کولو په لار کې هم له خنډونو سره مخامخ دي.

رپورټ زیاتوي، که ماشومانو ته د تعلیم لارې برابرې کړل شي نو دوی نه یوازې له زیاتره شخړو او تشدده ژغورل کېدای شي بلکې ماشومان به د وسله والو ډلو په لیکو کې له جذبېدو هم وګرځول شي.

XS
SM
MD
LG