د لاسرسي ځای

پاکستان له ایران سره د پولې امنیت ټینګولو لپاره په رابطه کې دی


د پاکستان بهرنیو چارو او قامي سلامتۍ لپاره د وزیراعظم میا نواز شریف سلاکار سرتاج عزیز

د پاکستان بهرنیو چارو او قامي سلامتۍ لپاره د وزیراعظم میا نواز شریف سلاکار سرتاج عزیز

د پاکستان بهرنیو چارو او قامي سلامتۍ لپاره د وزیراعظم میا نواز شریف سلاکار سرتاج عزیز پر دوشنبه په اسلام اباد کې رسینو ته وویل چې له ایران سره په پوله یې ټینګ حفاظتي ګامونه پورته کړي او خپله خاوره به د هېڅ بل یوه هېواد خلاف استعمالیدو ته نه پرېږدي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د ايران بهرنيوو چارو وزارت په تهران کې د پاکستان سفير ورغوښتی او د ايران سيستان- بلوچستان ولايت ته يې د ترهرګرو او وسلوالو ياغيانو د ورتګ مخنيوي غوښتنه ترې کړې وه. تر د دې یوه ورځ وړاندې په همدې تړاو پاکستان په اسلام اباد کې د ايران سفير څخه په دې اړه سپیانوی »وضاحت» غوښتی وو.

XS
SM
MD
LG