د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: د سړک غاړې بمي چاودنې څلور افغان سرتیري ووژل


د افغانستان د دفاع وزارت وایي، چې په کابل کې په یوه چاودنه کې د ملي اردو څلور سرتیري وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.

د دې وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وایي، چې چاودنه نن( سېشنبه) سهار د ۷ بجو په شاوخوا کې د چهلستون اړوند د اقای علي شمس په سیمه کې د ملي اردو پر موټر شوې ده.

دغه ماین د سړک په غاړه کې ښخ شوی وو.چې شپږ ولسي کسان یې هم ژوبل کړي دي.

د چاودنې مسولیت وسله والو طالبانو منلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG