د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان دوې لویې امنیتي ننګونې


د امنیتي چارو ځینې پوهان لکه پروفیسر حسن عسکري رضوي وايي، د کنټرول پر کرښې تاوتریخوالی او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د پاکستان د امنیت دوه مسلې روښانوي.

په دې وروستیو کې د کنټرول پر کرښه د پاکستان او هند ځواکونو تر منځ د تاوتریخوالي پېښې وشوې. په دې ډزو کې د کرښې دواړو خواو ته ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته، ولسي وګړي بې کوره شول او مالي تاوانونه وشول.

پاکستانیو، هندیو او نړیوالو رسنیو دې نښتو ته په کتو یو ځل بیا د کشمیر د لانجې پر سوله ییز هواري ټینګار وکړ. د ملګرو ملتونو مشر بانکي مون پر دواړو هېوادونو غږ (ږغ) وکړ چې خپلې ټولې مسلې دې د خبرو اترو له لارې هوارې کړي.

له دې سره سره، ځینې نړیوالې رسنۍ لکه نیویارک ټایمز، ډېپلوماټ او ځېنې پاکستاني شنونکي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې په افغانستان کې د امنیت په اړه پوښتنې پیدا کوي. ټاکل شوې ده چې د روان (۲۰۱۴ز) کال تر پایه له افغانستانه ټول بهرني ((جنګي پوځیان)) ووځي. دا په داسې حال کې ده چې د جون له ۱۵مې راهیسې، د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد عملیات کوي.

د امنیتي چارو ځینې پوهان لکه پروفیسر حسن عسکري رضوي وايي، د کنټرول پر کرښې تاوتریخوالی او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د پاکستان د امنیت دوه مسلې روښانوي.

دی په ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼه کې په خپله یوه لیکنه کې وايي، داسې ښکاري چې د هند وزیراعظم نرېندر مودي حکومت پر پاکستان پوځي فشار زیاتول غواړي او د هند تر واک لاندې کشمیر کې د پاکستان لاسوهنې په ځواب کې پاکستان ته سزا ورکول غواړي.

کله چې په ۲۰۰۸ز کال کې د هند په ممبۍ کې وسله وال بریدونه شوي ول نو هغه مهال هند پر پاکستان تور پورې کړی وو چې دا وسله والې ډلې ساتي. د دې له کبله، په هند کې ځینو چارواکو په پاکستان کې د سختدریځو او وسله والو ډلو پر ضد د عملیاتو خبره کړې وه. پاکستان د وسله والو د ساتلو له توره انکار کړی وو. هغه مهال هندي وزیراعظم ډاکتر منموهن سېنګ په پاکستان کې د حملو پلان نه وو عملي کړی، خو حسن عسکري وايي، اوس د هند امنیتي ایسټیبلېشمنټ پرېکړه کړې ده چې د جمو له سیمې پر پاکستانیو اهدافو بریدونه وکړي. د ده په اند، دا د پاکستان لومړۍ لویه امنیتي ننګونه ده چې باید اسلام اباد ورته پام وکړي او د هواري لپاره یې هلې ځلې وکړي.

د پوهاند عسکري په اند، دویمه امنیتي ننګونه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل دي. که له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو له وتلو سره هلته وسله وال طالبان پیاوړي شي نو دا پاکستان ته هم خطر پېښوي او په پاکستان کې وسله وال دې ته هڅوي چې هلته خپل فعالیت زیات کړي.

په دې صورت کې، د عسکري په اند، پاکستان باید نه یوازې په قبایلي سیمو کې د وسله والو ډلو پر ضد سم عملیات وکړي بلکې د افغان ولسمشر اشرف غني له حکومت سره هم اړیکي ښه او دوستانه کړي.

عسکري زیاتوي، اسلام اباد باید په افغانستان کې د وسله والو ډلو د پیاوړي کېدو په مخنیوي کې له کابل سره مرسته وکړي چې په دواړو هېوادونو کې د امنیت ټینګښت او ثبات راوستل باوري شي.

XS
SM
MD
LG