د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې سږ کال له کورنیو شخړو سلګونه تنه وژل شوي


د پېښور د پولیسو چارواکي وايي د روان کال په تیرو نهو میاشتو کې د خیبر پښتونخوا صوبې په مرکز پېښور ښار کې په خپل منځي دښمنیو ، په وړو لانجو او د عزت په نامه په شخړو کې له څلورو سوو زیات کسان وژل شوي دي.

د پېښور د پولیسو چارواکي وايي د روان کال په تیرو نهو میاشتو کې د خیبر پښتونخوا صوبې په مرکز پېښور ښار کې په خپل منځي دښمنیو ، په وړو لانجو او د عزت په نامه په شخړو کې له څلورو سوو زیات کسان وژل شوي دي.

د پېښور ښار د پولیسو یو مشر نجیب الرحمان د اتوار په ورځ مشال راډیو ته وویل چې په پېښور ښار او خواوشا کلي والو سیمو کې په دې وروستیو کې د جګړو لړۍ زیاته شوې ده او په ترڅ کې یې په خلکو کې د زغم حوصله کمه شوې او نفسیاتي ناروغۍ زیاتې شوي دي. نوموړی زیاتوي چې په دې وروستیو کې د جنګونو او عملیاتو له کبله ډیر خلک د قبایلي او کلي والو سیمو نه پېښور ته هم کډه شوي دي او دغو خلکو خپلې جګړې هم له ځانه سره پېښور ته لیږدولي دي.

خو په پیښور کې د انګريزۍ ژبي د ورځپاڼي( دي نيوز) سره د جرمونو د پیښو خبریال جاويد عزيز په تيرو اتو میاشتو کي د ذاتي دښمنو او عزت په نامه د وژنو د حکومتي شمیرې سره سره متفق نه ښکاري او زیاتوي:

(( په روان کال کې تر دې مهاله په پيښور او خوا و شا سيمو کي په ذاتي دښمنو او جنګ جګړو کي اووه سوه او دري اویا ۷۷۳ کسان وژل شوي او له دولسو سوو نه زیات ژوبل شوي دي . ))

دا چي په پيښور کي ددغو ذاتي دښمنو او په وړو وړو خبرو د وژنو د لړی د مخنيوي لپاره ایا حکومت کومه تګلاره خپله کړي ده او که نه ؟ ددې پوښتني په ځواب کی د پيښور ډيپتی کمشنر ظهير الاسلام وايي :

(( موږ په دي لړ کې په هره تانڼه کې د شخړو حل کولو اداري جوړی کړي دي او د ټولنيزو مشرانو او سپین روبو سره هم موږ په دي لړ کي با قاعده په رابطه کی يو، حکومت خو خپلي هلي ځلي کوي خو د پښتنو په ټولنه کی د زمکو او جايداد په سر شخړې په کلونو کلونو رواني وي ))

په وړو وړو خبرو د وژنو يو قرباني د سپينی وړۍ د مور پلار يو زوي ۲۱ کلن ضیاالرحمان و چي تيره اونۍ سره د خپل یو ملګری عزير الرحمان ووژلي شو ، د ضیاا لرحمان ماما حضرحيات مشال ريديو ته وويل:

(( موږ نه يو خبر چي ضیاالرحمان ولي ووژلي شو ؟ ځکه چي د هغه نه خو چاسره دښمني وه او نه شخړه ، کیدی شي هغه چا د غصې او یا ضد له وجي وژلي وي. ))
په پوښتنه ټولنه کی د تربور ولۍ ، په ذاتي دښمنو او وړو وړو خبرو د وژنو دې رواني لړۍ ته په کتو سره په لندن کي ميشت د ټولنيزو چارو کار پوه فايق يوسفزی وايي :


(( په پښتنه ټولنه کی د هري شخړې حل موجود و ، د جر ګو مرکو او حجرو له لارې به وړی او لویې شخړي حل کيدې خو اوس خلک د بي روزګارۍ ، غريبۍ او د ترهګرۍ پر ضد د روانې جګړې له امله په نفسیاتی ناروغو اخته شوی دي ، برداشت کم شوی دی او بله دا چي حجرې شاړې شوي دي، د ټنګ ټکور محفلونه د نشت برابر دي نو ځکه خلک يوازې شوي دي چي له امله یې دا ډول ناورینونه ټولنه کی زیات شوي دي . ))


د پیښور د پوليسو مشر نجيب الرحمان وايي چي په دغو وژنو کی د عزت په نامه يو شمیر جینکۍ هم وژلي شوي دي چي لوي سبب یې د موبایل او انټر نيت نا سمه کارونه ده.

XS
SM
MD
LG