د لاسرسي ځای

تهران کې پاکستانی سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته وغوښتل شو


د پاکستان وزیر اعظم نوازشریف په مئي میاشت کې تهران ته تللی و

د پاکستان وزیر اعظم نوازشریف په مئي میاشت کې تهران ته تللی و

د ايران د بهرنيو چارو وزارت تهران کې د پاکستان سفير ورغوښتی او د ايران سيستان- بلوچستان ولايت ته يې د ترهرګرو او وسلوالو ياغيانو د ورتګ د مخنيوي غوښتنه ترې کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دواړو خواوو کې د ځينو سرچينو ترمخه تېره ورځ د دواړو خواوو په نښته کې د ايران دوه پوله سواتونکي او د پاکستان د مليشه ځواکونو يو افسر ووژل شول.

پرون په همدي تړاو پاکستان هم اسلام اباد کې د ايراني سفير څخه په دي اړه وضاحت غوښتی وو.

تر دي مخکې د ايران پوځي چارواکي ويلي وو چې داسې ثبوتونه لري چې له پاکستانه وسله وال د بريدونو لپاره وراوړي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د هند سره د کنټرول په کرښه هم له تیرو څو اونیو راهیسې په جګړه بوخت دی چې په ترڅ کې یې د دواړو خواوو نه کسان وژل شوي دي. افغانستان هم وخت په وخت شکایت کوي چې د پاکستان د لوري د کونړ په ولایت د توغندیو بریدونه ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG