د لاسرسي ځای

تازه خبر

عثمان کاکړ : د ژوند په هر ډګر به رښتیا وایم


عثمان کاکړ د مشال راډیو د خبریال خدای نور ناصر سره
عثمان کاکړ د مشال راډیو د خبریال خدای نور ناصر سره

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي صدر عثمان خان کاکړ چې شاوخوا څلوېښت کاله يې سیاست کړی، او دا ټول سیاست يې د پښتونخواملي عوامي ګوند تر بېرغ لاندې کړی، وايي، هيڅ شخصي ژوند نه لري.

کاکړ زیاتوي، اکثره وخت دا سوچ کوي، چې کاش چې ورځ پنځوس ساعته وای، چې ده پکې د خپل قام خدمت په زیاته اندازه کړی وای.

عثمان خان کاکړ په مشال مرکه کې وویل، هغه وخت ورپسې پروپاګند زیاته شي، او د ټيلي فوني میسیجونه پسې ډېر شي، کله چې د پاکستان د استخباراتو پر ضد او رښتيا خبرې وکړي.

خو وايي، سیاستوال باید سپينې خبرې وکړي، او له هیچا هم ونه وېرېږي. له عثمان خان کاکړ سره په کوټه کې زموږ همکار خدای نور ناصر مرکه کړې، چې ستاسو پام ورته راګرزوو :

عثمان کاکړ / مشال مرکه
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:08 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG