د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان له ترکیې وسله وغوښته


د افغانستان او ترکیې ولسمشران په کابل کې
د افغانستان او ترکیې ولسمشران په کابل کې

افغان ولسمشر اشرف غني احمدزی وايي،حکومت یې له ترکیې څخه غوښتي چې افغان ځواکونه ته وسلې ورکړي . اشرف غني احمدزي پرون وویل چې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوګان سره یې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې پر اقداماتو هم خبرې کړې دي .

له بلې خوا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان په کابل له ولسمشر اشرف غني سره په ګډه خبري غونډه کې وویل ، ترکيه چمتو ده چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته هم له دې هیواد سره په بیلابیلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي .

طیب اردوګان پرون په یو ورځني سفر کابل ته تللی و او هلته یې له افغان ولسمشر اشرف غني سره د سټراټیژیکو همکاریو تړون لاس لیک کړ . ددې سند له مخې کابل او انقرې په خپلو کې د امنیت ، سوداګرۍ، بیارغونې او پانګونې په برخو کې د همکاریو ژمنه کړې .

افغان ولسمشر اشرف غني، رجب طیب اردوګان ته د غازي امان الله خان مډال ورکړ او ترکیه یې په اسلامي نړۍ کې د سولې او ثبات یوه بیلګه وبلله .

XS
SM
MD
LG