سراج ظهیر
اسلام اباد: د پاکستان علماء کونسل د داعش نومې وسله والې ډلې تنظيم کړنې د اسلام پر ضد بللې دي او وايي چې دا د اسلام له تعليماتو سره په ټکر کې دي.
د پاکستان علماء کونسل مشرانو د داعش وسله والې ډلې په اړه دا څرګندونې د جمعې په ورځ په پلازمېنه اسلام اباد کې په یوه غونډه کې کړې دي.
د علماء کونسل غړو دیني عالمانو په خپلو څرګندونو کې ویلي دي چې اسلام هیڅ کله او هیچا ته د بې ګناه خلکو د وژلو اجازت نه ورکوي.
د پاکستان علماء کونسل تر دې څرګندونو وړاندې په سعودي عربستان کې هم یو شمېر د لوړې کچې دیني عالمانو او مفتیانو د داعش ډلې پر ضد هم داسې فتوی ګانې ورکړې دي.
داعش وسله والې ډلې په شام او عراق کې د یو شمېر سیمو د نیولو پر مهال د رپوټونو له مخې په زرګونه عام خلک وژلي دي.