د لاسرسي ځای

'ایران د پاکستان د سرحدي ځواک یو سرتېری وژلی او درې یې ټپي کړي'


FC Picture

FC Picture

په بلوچستان کې د پاکستان ملېشه ځواکونه وايي، د بلوچستان په بلوڅ مېشته کېچ ضلع کې د ایراني سرتېرو په ډزو کې د پاکستانۍ ملېشې يو صوبيدار وژل شوی او درې نور تپي شوي دي.

خدای نور ناصر

کوټه: په بلوچستان کې د پاکستان ملېشه ځواکونه وايي، د بلوچستان په بلوڅ مېشته کېچ ضلع کې د ایراني سرتېرو په ډزو کې د پاکستانۍ ملېشې يو صوبيدار وژل شوی او درې نور تپي شوي دي.

د بلوچستان صوبايي حکومت د پاکستان له مرکزي حکومته خواست کړی دی چې له پولې د سرغړونې دا مسله دي د ایراني حکومت مخې ته کښېږدي.

په کوټه کې د پاکستان ملېشه ځواکونو له خوا رسنیو ته ویل شوي دي چې د دې صوبې د بلوڅ مېشتې کيچ ضلعې په چوکاب سیمه کې د پنجشنبې په ماښام ایراني سرحدي ځواک د دوي پر سرتېرو برید کړی دی.

د جمعې په ماښام د ملېشه و له مرکزي دفتره په خپرې شوې يوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دوي د ملېشه سرتېرو يوې ګزمه کوونکې ډلې په ياده سیمه کې پر موټر ساييکل سپاره دوه مشکوک کسان لیدلي او ورپسې شوي وو خو پر دې مهال د ایران له غاړې ورباندې ایراني سرتېرو ډزي وکړې.

په دې پېښه کې د عبدالغفور په نامه يو صوبيدار وژل شوی او درې نور سرتېري ژوبل شوي دي چې نومونه یې نه دي ورکړل شوي. خبرپاڼه زیاتوي چې د ایران له خوا بیا شپږ یا اووه ساعته پر له پسې ډزې کېدې.

د پاکستانۍ ملېشې د خبرپاڼې له مخې ایراني سرتېرو د جمعې په ورځ د چاغي په نوکنډي سیمه کې هم د پولې خلاف ورزي کړې ده او شاوخوا دېرش سرتېري يې د پولې دوه کیلومیټره دې غاړې ته راواوښتل ، د لشکر آب په نامه يو کلی يې محاصره کړ، او د دې کلي کلیوال يې وهلي ډبولي دي.

خبرپاڼه د ملېشه ځواکونو د مشر ميجر جنرل محمد اعجاز شاهد له خولې د دې برید کلکه غندنه شوې ده او پر ایراني چارواکو ږغ شوی دی چې ً په راتلونکې کې به يې د داسې بریدونو غاښ ماتوونکی ځواب ورکړل شيً.

د بلوچستان د صوبايي حکومت ویاند جان محمد بوليدي په یو خبرپاڼه کې د پاکستان له مرکزي حکومته خواست شوی دی چې د ایراني امنيتي ځواکونو له خوا تل د پاکستاني سرحد خلاف ورزي دي د ایراني حکومت مخې ته کښېږدي. او پردې دي ورسره خبرې وکړي.

روهام بخښ حبیبي چې نړيوالو رسنيو د ایران د امنيتي ځواک يو بریګيډیر جنرل ياد کړی، ایراني رسنيو ته ویلي، په دغه برید کې د يو شمېر وسله والو په ګډون د دوي دوه سرتېري هم وژل شوي دي.

د پاکستان او ایران پر پوله دا پېښه په داسې حال کې کېږي، چې پر همدې پوله د ایران په سیستان بلوچستان صوبه کې دوې اوونۍ وړاندې په يوه نښته کې د ایراني سرحدي ځواک څلور سرتېري وژل شوي او يو بل يې ژوبل شوی وو.

پاکستان او ایران شاوخوا نهه سوه نهه کیلومیټره اوږده ګډه پوله لري. ایران په بیا بیا پر پاکستان تور لګولی چې د دوي له غاړې ترهګر ایراني خاورې ته اوړي او هلته د ترهګرۍ په پېښو کې لاس لري. خو پاکستان بیا نه يوازې دا تورونه ردوي بلکې ورته تورونه په ایران پورې کوي.

XS
SM
MD
LG