د لاسرسي ځای

"په خیبر پښتونخوا کې ناامنۍ کاروباریان زیانمن کړي"


د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونو او صنعتونو اتحادیې، چیمبر اف کامرس اېنډ انډسټریز، مشران وايي، د ناامنۍ له کبله له صوبې څخه شاوخوا ۳۵٪ کاروباریان د پاکستان نورو برخو ته انتقال شوي دي.

د تېرې پنجشبنې پر ورځ په پېښور کې د یوې غونډې پر مهال د چیمبر نوي مشر فواد اسحاق نوې کاروباري پالیسي اعلان کړه. له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال د سوداګرۍ خونو او صنعتونو اتحادیې مرستیال مشر عروج احمد انصاري وویل، د ناامنۍ له کبله ډېر کاروباریان له پېښوره د پاکستان نورو سیمو ته تللي دي.

کاروباریانو او صنعتکارانو له صوبايي حکومته غوښتنه وکړه چې له دوی سره دې مرسته وکړي او دا چې د دوی د تحفظ لپاره دې هم ګامونه واخلي. د خیبر پښتونخوا حکومت د کاروباریانو د څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG