د لاسرسي ځای

تازه خبر

“ حکومت دې د وزیرستاني کډوالو د ستنېدو هڅې وکړي”


د پاکستان ولسمشر ممنون حسین حکومتي چارواکو ته ویلي چې د شمالي وزیرستان کډوالو خپلو کلیو ته ((ژر او په باعزته ډول)) د ستنېدو هڅې وکړي.

دا خبره نوموړي د تېرې پنجشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې، په قبایلي سیمو کې د پرمختیايي کارونو د ارزونې یوې غونډې پر مهال وکړه.

د ممنون حسین له دفتره په خپور شوي پروني بیان کې راغلي، نوموړي پر اړونده چارواکو غږ وکړ چې په شمالي وزیرستان کې دې ((په ګړندي ډول د بیا ودانۍ)) کارونه تر سره کړي.

بیان زیاتوي، د لوړپوړو چارواکو په غونډه کې، په قبایلي سیمو کې د پولیو ناروغۍ پر ضد د اقداماتو په اړه هم خبرې وشوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG