د لاسرسي ځای

د ننګرهار ولایت امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال مشال راډيو ته د پنجشنبې په ورځ وويل:بیګاه شپه بجې د ننګرهار د هوايي ډګر ځانګړو ځواکونو له نورو امنیتي ځواکونو سره په ګډه د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند سيمو کې چاڼيز عملیات تر سره کړي چې په نتیجه کې يې يوولس تنه د دولت مخالف وسله وال وژل شوي او شپږ تنه يې ژوندي نيولي دي.

بلخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په يوه ټيلفوني پيغام کې مشال راډيو ته ويلي چې په یادو عملیاتو کې يې اوه تنه امنیتي ځواکونه وژلي او خپلې غاړې ته د څلورو تنو وژل تصدیقوي او وايي چې نهه تنه په کې ملکي وګړي وژل شوي.

خو مشرقيوال د وسله والو طالبانو خبره ردوي او وايي چې په یادو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتي.

XS
SM
MD
LG