د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند ولې له پاکستان سره ډېپلوماټيکې خبرې ونکړې؟


په فارن پالیسي مجلې کې د هند او پاکستان چارو پوه کوستو چکرابورتي لیکنه خپره شوې ده. دی وايي، د اګست په میاشت کې چې د هند و پاکستان تر منځ د بهرنیو چارو د سېکرټرانو د کچ خبرې منسوخې شوې نو دا ځکه حیرانوونکی کار وو چې له دې د پاکستان لپاره د هند د بهرنیو چارو تګلارې د تتوالي پته ولګېده.

په فارن پالیسي مجلې کې د هند او پاکستان چارو پوه کوستو چکرابورتي لیکنه خپره شوې ده. دی وايي، د اګست په میاشت کې چې د هند و پاکستان تر منځ د بهرنیو چارو د سېکرټرانو د کچ خبرې منسوخې شوې نو دا ځکه حیرانوونکی کار وو چې له دې د پاکستان لپاره د هند د بهرنیو چارو تګلارې د تتوالي پته ولګېده.

بارتیا جنتا ګوند چې تېر ځل هم په واک کې وو نو له پاکستان سره یې د سوداګرۍ لپاره په جوړ جاړي خبرې وکړې خو روان کال د دې ګوند په انتخاباتي منشور کې د پاکستان په اړه توند دریځ موجود وو.

کله چې د وزیراعظم نرېندر مودي ګوند انتخابات وګټل نو بیا یې د خپل ګوند د تېر حکومت تګلاره خپله کړه او د خپلې لوړې مراسمو ته یې د جنوبي اسیا هېوادونو مشران وروغوښتل. په دوی کې د پاکستان وزیراعظم نواز شریف هم شامل وو.

تر دې وروسته چې کله په نوي ډیلي کې د پاکستان سفیر د هند تر واک لاندې د کشمیر د سازمان – حریت کنفرانس – له غړو سره ولیدل نو ډیلي له اسلام اباد سره د سېکرټرانو د کچ خبرې منسوخې کړې.

لیکوال وايي، د کشمیر لانجه د هند و پاکستان پخوانۍ هغه ده. پاکستان دریځ لري چې دا مسله دې د کشمیر سیاسي سازمانونو او نړیوال منځګړتوب له لارې هواره کړل شي. خو هند دا خبره نه مني.

د چکرابورتي په اند، هند کولای شو چې د حریت کنفرانس له مشرانو سره د پاکستاني سفیر د ملاقات مخه ونیسي. لکه هند دا مشران نظر بند کولای شول او دا د هند تر واک لاندې کشمیر کې نوې خبره نه ده.

لیکوال وايي، د خبرو منسوخولو د مودي د انتخاباتو منشور تګلاره ښکاره کړه او بیا د اجیت دوول د قامي سلامتیا د مشاور په توګه ټاکلو هم روښانه کړه چې د هند د بهرنیو چارو تګلاره سخته ده ځکه چې دوول پخوا په استخباراتو کې وو او د پاکستان په اړه سخت دریځ لري.

په لیکنه کې راغلي، که هند د کشمیر په اړه له پاکستان سره خبرې وکړي او دا خبرې بریالۍ شي نو پاکستان به یاغیانې ډلې کشمیر ته او د هند نورو ځایونو ته له ورتګه وګرځوي چې دا کار به په هند کې د تاوتریخوالي مخه ونیسي.

د فارن پالیسي مجلې لیکنه وايي، د مودي دا پرېکړه چې له پاکستان سره خبرې وځنډوي د هند په کورني سیاست کې ورته انتخاباتي رعایتونه ورکوي ځکه چې په جمو او کشمیر کې راتلونکی کال انتخابات کېږي او بارتیا جنتا ګوند وار د مخه ویلي دي چې هلته به انتخابات وګټي.

لیکنه زیاتوي بارتیا جنتا ګوند په خپل کار ښايي په جمو او کشمیر کې انتخابات وګټي او په نتیجه کې به یې د پاکستان په مقابلې کې یوه اییني اله لاس ته راوړي ځکه چې د خلکو په واک به بارتیا جنتا ګوند له نوي ډیلي سره د کشمیر اړیکي پیاوړي کړي.

XS
SM
MD
LG