د لاسرسي ځای

تازه خبر

“افغان حکومت دې د ځمکو غصب او لویې څارنوالۍ ته استولې قضیې وڅېړي”


په افغانستان کې د اداري فساد د څار او د دې ارزونې خپلواکه ګډه کمېټه وايي، د افغانستان نوی حکومت د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ((قوي اراده)) لري.

په افغانستان کې د اداري فساد د څار او د دې ارزونې خپلواکه ګډه کمېټه وايي، د افغانستان نوی حکومت د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ((قوي اراده)) لري.

د دې ادارې مشاور او لنډمهالي سرپرست سید حمید الله تواب له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال د کابلبانک قضیې بیا پرانیستو مثال ورکړ او ویې ویل چې دوی د دې اقدام هرکلی کوي، خو په دې لړ کې د ولسمشر اشرف غني د فرمان عملي کېدل به مشکل کار وي:

((یقیناً د دې فرمان عملي کېدل به ګران کار وي ځکه چې د کابلبانک په قضیې کې ککړ کسان زور لري او تاسې ښه پوهېږئ چې په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې پر جنایتونو د پردې اچولو فرهنګ عام شو، قانون یوازې پر غریبانو عملي کېده او هغه کسان چې قدرت یې لره هغوی ته د قانون لاس نه رسېده. اوس هم دا مشکل موجود دی.))

سید حمید الله تواب زیاته کړه، د کابلبانک قضیه په افغانستان کې د اداري فساد یوازې یو مثال دی. د ده په وینا، افغان حکومت ته په کار دي چې د ځمکې د غصب معاملې او لویه څارنوالۍ ته د درغلۍ استول شوې قضیې وڅېړي:

((یوه بله ډېره مهمه مسله د ځمکو د غصبولو موضوع ده. زورواکانو په میلیونونه جریبه دولتي او شخصي ځمکې نیولې دي، نو باید دې موضوع ته توجه وشي. له دې سره سره، په دې تېرو څو کلونو کې بېلا بېلو عدلي او قضايي ادارو لکه د نظارت عالي ادارې، د تفتیش عالي ادارې، د ملي امنیت ادارې او کورنیو چارو وزارت چارواکو لویې څارنوالۍ ته ځېنې قضیې استولې دي. خو له بده مرغه کله چې دا ډول قضیې لویې څارنوالۍ ته استول کېږي یا خو بې نتیجې پاتې کېږي او یا هم بندې پاتې کېږي.))

په کابل کې د سیاسي چارو شنونکی نجیب منلی دا مني چې د اداري فساد پر وړاندې په مبارزه کې به حکومت له ننګونو سره مخامخ وي، خو وايي که حکومت سیاسي اراده ولري نو دا کار کولای شي.

له نجیب منلي مې پوښتنه وکړه چې ایا د افغانستان حکومت دا وړتیا لري چې د ځمکو غصبولو او په نورو معاملو کې ککړ زور او قدرت لرونکي کسان د قانون منګولو ته وسپاري او که نه حکومت او حکومتي ادارې کمزورۍ لري او ښايي دا کار ونشي کړای؟

دی وايي، که حکومتي ادارې د زورواکو پر وړاندې ودرېږي نو قدرت لرونکي کسان بیا د حکومت مخې ته نشي درېدای:

((حکومت کولای شي چې له اداري فساد سره مبارزه وکړي خو شرط یې دا دی چې دا مبارزه باید معقوله او منطقي مبارزه وي. حکومتي ادارې کمزورۍ لري خو دغه خلک چې زورواکي ورته وایو، دوی دغه زور له کومه کړی دی؟ له اسمانه خو یې ځانه سره نه دی راوړی!! خو طبعاً له همدې حکومتي ادارو یې استفاده کړې او دا زور یې لاسته راوړی دی. نو که چېرې حکومتي اداره سمه شي، د زورواکو زور پخپله اوبه کېږي، او هغوی بیا مقابله نشي کولای.))

نجیب منلی زیاتوي، که ولسمشر اشرف غني د خپلې واکمنۍ په پینځو کلونو کې وتوانېږي چې د اداري فساد سطح ۲۵٪ ټیټه کړي نو دا به لویه لاسته راوړنه وي خو شرط یې دا دی چې د حکومت مبارزه باید ((نمایشي او شعاري)) نه وي.

XS
SM
MD
LG