د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د پاکستان خبریالان دې د خبریالۍ د حق ساتنې غوښتنلیک لاسلیک کړي”


د خبریالانو ساتنې ټولنې (سي پي جې) غړی باب ډيېټڅ په خپله لیکنه کې وايي، د دوی ټولنه په نړۍ کې له هېڅ حکومته پیسې نه اخلي او د هېڅ حکومت د تګلارو د پرمختګ لپاره کار نه کوي.

د خبریالانو ساتنې ټولنې (سي پي جې) غړی باب ډيېټڅ په خپله لیکنه کې وايي، د دوی ټولنه په نړۍ کې له هېڅ حکومته پیسې نه اخلي او د هېڅ حکومت د تګلارو د پرمختګ لپاره کار نه کوي.

دی وايي، له کلونو راهیسې یې په پاکستان کې د خبریالانو د حقونو لپاره کار کړی دی. د سي پي جې د اسیا څانګه په اسیایي هېوادونو کې خبریالانو ته د ورپېښو ستونزو په اړه کار کوي.

په لیکنه کې راغلي، خو د سي پي جې د امریکا څانګه هم دا مهال له ننګونو سره مخامخ ده ځکه چې په امریکا کې هم خبریالان اوس له زیاتېدونکي حکومتي فشار سره مخامخ دي.

لیکنه وايي، د خبریالانو ساتنې ټولنې تېر کال د ولسمشر باراک اوباما د حکومت او رسنیو په اړه رپورټ خپور کړ چې پکې ویل شوي ول چې اوباما واک ته تر رسېدو مخکې ژمنه کړې وه چې ازاده او شفاف حکومت به ولري، خو دا ژمنه یې پوره نه کړه.

په رپورټ کې د خبریالانو او د شفافیت د فعالانو له خولې ویل شوي ول چې سپینې ماڼۍ د مالوماتو پر خپرولو ځېنې محدودیتونه ولګول او له خپلو رسنیو یې کار اخیستل پیل کړل چې حکومت یې د نورو رسنیو تر تنقید لاندې رانشي.

باب ډيېټڅ وايي، د هغه رپورټ د خپرېدو یو کال پوره شوه خو اوس هم د اوباما او رسنیو تر منځ په حالت کې څه خاص بدلون نه دی راغلی.

د ده په خبره، په امریکا کې له خبریالانو سره هغه څه نه کېږي چې څه په پاکستان کې روان دي. لکه په امریکا کې خبریالان د پاکستانیو خبریالانو په څېر د مرګ له ګواښونو یا د وسله والو ډلو له بریدونو سره مخامخ نه دي.

په امریکا کې د پاکستان په څېر د خبریالانو د تښتولو تور پر حکومتي اېجنټانو نه پورې کېږي او دا چې خبریالان په خپلو دفترونو او یا هم ګاډو کې نه وژل کېږي.

خو دا ده چې امریکايي خبریالان دا مهال د حکومت له زیاتېدونکي څار سره مخامخ دي. هغه خبریالان چې د حکومت پټ مالومات خپروي، د زنداني کېدو له خطر سره مخامخ دي.

لیکوال وايي، کله چې امریکايي حکومت داسې کارونه کوي نو د پاکستان حکومت یا د نړۍ د نورو حکومتونو لپاره دا نوره هم اسانېږي چې خبریالان وڅاري.

همدا لامل دی چې د خبریالانو د ساتنې ټولنې یو غوښتنلیک یا درخواست خپور کړی دی چې پکې یې د نړۍ له خبریالانو غوښتنه کړې ده چې د دې ډول تګلارو پر وړاندې دې یو ځای ودرېږي ځکه چې څار او ګواښونه د خبریالانو د خبرونو خپرولو حق ته خطر ولاړوي.

د سي پي جې باب ډيېټڅ زیاتوي، د دوی ټولنه تل له پاکستانیو خبریالانو سره درېدلې ده نو ځکه دې د پاکستان خبریالان د امریکا او د نړۍ د خبریالانو د حقونو ساتنې لپاره درخواست لاسلیک کړي.

XS
SM
MD
LG