د لاسرسي ځای

'ښايي په ډرون بریدونو کې پاکستان د امریکا مرسته کوي'


'په دې وروستيو کې په شمالي وزيرستان کې د ډرون شوې حملې دا په ډاګه کوي چې د امريکا جاسوسي اداره او د پاکستان امنيتي ځواکونه اورپکو ته په ماتې ورکولو کې له يو بل مرسته کوي.'

د امريکا ميک کليچي ويبپاڼه وايي داسې برېښي چې پاکستان او امريکا د ډرون حملو په اړه له يو بل سره همکاري کوي.

له يوې اوږدې مودې وروسته په شمالي وزیرستان کې يو ځل بيا ډرون بريدونه پيل شوي دي.

د امريکا ميک کليچي نومي ويبپاڼه په خپل رپورټ کې وايي چې په دې وروستيو کې په شمالي وزيرستان کې د ډرون شوې حملې دا په ډاګه کوي چې د امريکا جاسوسي اداره او د پاکستان امنيتي ځواکونه اورپکو ته په ماتې ورکولو کې له يو بل مرسته کوي.

ويبپاڼه زياتوي چې د اکتوبر له پنځمي نېټې راهيسې په شمالي وزيرستان کې د ډرون نهه حملې په داسې حال کې شوي دي چې د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې کاروايي کوي.

رپورټ پرمخ ليکي چې ډرون بريدونو چې په کومه طريقه شوي هغه دا په ګوته کوي چې تر پړدې شاته پاکستان پوځ له امريکا غوښتنه کړې ده خو د ويبپاڼي په وينا نه واشنګټن او نه هم اسلاماآباد دغه خبره تصديقوي.

رپورټ وايي، د دوه زره يوولسم کال د نومبر په مياشت کې چې کله د سلاله پېښه وشوه چې پکي امريکايي جنګي الوتکو پاکستاني پوځيان ووژل نو له هغه راهیسې پاکستان نيټوځواکونو ته سامان وړونکو لاريو پر مخ لاره و تړله.

خو د رپورټ په خبره د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې بيرته په ورو ورو ښه شوي دي ځکه چې امريکا له سياسي پلوه له احتياطه ډکه تګلاره خپله کړې ده.

ويبپاڼه وايې په شمالي وزيرستان کې ډرون بريدونه د جون په مياشت کې خال خال پیل شول خو د دواړو هيوادونو ترمنځ فعاله مرسته په تېره هفته کې شروع شوې ده.

وېبپاڼه زياتوي چې د پاکستان پوځ له شمالي وزيرستانه پر راوتونکو مالوماتو پوره بنديز لګولی دی او يوازې سرکاري بيانونه مخې ته راځي نو ځکه په ډرون بريدونو کې د مرګژوبلي په اړه له خپلواکه سرچينو تصديق کول يو ګران کار دی.

ميک کليچي ويبپاڼه په اسلام آباد کې مېشت د يو پخواني افغان طالب حواله ورکوي چې اوس هم له مختلفو وسله والو ډلو سره رابطې لري.

ده ويلي چې د شمالي وزيرستان په دته خېل سيمه کې مقابلتا امن دی نو ځکه وسله وال هلته تللي دي.

د ده په خبره له هم دې وجې د دې اورپکو پر ضد پاکستان له امريکا د مرستي خواست کړی دی.

دغه پخواني افغان طالب چې خپل نوم يې په عکاشه بدل کړی ،وايې، چې ډرون بريدونو پاکستان پوځ ته موقع په لاس ورکړې چې د حافظ ګل بهادر وسله والي ډلي سره مخامخ و نه جنګيږي. دغه ډله د پوځي عملياتو سربيره هم له پوځ سره جګړه نه کوي.

XS
SM
MD
LG