د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې دوو حکومتي ادارو ته نوې ودانۍ جوړې شوې


د خوست ولایت چارواکي وايي، چې حکومتي ادارو ته یو ځای د اداري کمپلیکس په سیمه کې یوه په بل پسې د ودانیو جوړول د خلکو ستونزې راکمې کړي او په کارونو کې يې ښه والۍ او چټکتوب رامنځته کړی دی.

د خوست ولایت چارواکي وايي، چې حکومتي ادارو ته یو ځای د اداري کمپلیکس په سیمه کې یوه په بل پسې د ودانیو جوړول د خلکو ستونزې راکمې کړي او په کارونو کې يې ښه والۍ او چټکتوب رامنځته کړی دی.

چارواکي وايي، چې اوس مراجعین اړ نه دي، چې د یوې عریضې د خلاصولو له پاره د ښار په یوه او بله کوڅه کې لالهانده وګرځي او د یوې وړې مسلې په خلاصولو خپل ډېر وخت ضایع کړي.

د سه شنبې په ورځ خوست والي عبدالجبار نعیمي د اداري کمپلیکس په سیمه کې د دوو حکومتي ادارو له پاره د نویو ودانیو د پرانیستې په مراسمو کې مشال راډيو ته وویل، چې پنځه کاله وړاندې د خوست شپیته سلنه ادارو د ښار په بیلابیلو کوڅو او سیمو کې په کرايي کورونو کې خپل فعالیتونه پرمخ بیول، چې له یوې خوا يې مراجعینو ته ستونزې جوړې کړې وې او بل لوري ته د حکومتي ادارو په منځ کې هم د متقابله همکاری کچه کمزورې وه:

((پنځه کاله وړاندې زموږ شپیته سلنه حکومتي ادارو په ښار کې په کرايي ځایونو کې خپلې چارې پرمخ وړې، دوی نه لوحه درلوده، نه يې بیرغ درلوده او نه څوک پوهیدل چې کومه اداره په کوم ځای کې فعالیت لري، نن مراجعینو ته کار اسانه شوی، مامورینو ته کار اسانه شوی، نن د ادارو د ارشیف خوندیتوب ته ځایونه موندل شوي، نن چې د ادارو ودانۍ جوړې شوي، کارونه چټک شوي او د مامورینو په کارونو کې ښه والۍ راغلی دی.))

خوست والي زیاته کړه، چې د سوداګرۍ او صنایعو همدارنګه د پانګې اچونې د سیمه ییز دفتر په دواړ ودانیو ۷۱ میلیونه افغانۍ لګښت شوی او ودانیزې چارې يې د یو کال په موده کې بشپړې شوې دي.

د خوست یو تن حکومتي مامور انجینر حمیدشاه وویل، چې په دې سره مراجعینو او حکومتي ادارو دواړو ته اسانتیا رامنځته کیږي، ځکه کارونه يې په نږدې ساحه کې حلیږي او اداري ودانۍ د کار مهم شرط دی:

((په خوست ولایت کې دا لومړنۍ ابتکار وو، چې دلته شوی وو، چې د کمپلیکس په نوم یوه ساحه ځانګړې شوه، چې تر څو ټول ادارات وکړای شي، چې دلته له یوې خوا په خپلو کې نږدې ارتباطات وساتي او هم مراجعینو ته دا سهولت وي، چې په ادارو کې به يې کارونه په ډېره نږدې ساحه کې حلیږي، نو د اداري ودانۍ جوړول یوې ادارې ته ضرورت دی او د کار له پاره لومړنۍ شرط دی.))

د یاودنې وړ ده، دا مهال په اداري کمپلیکس کې د ولایت مقام په ګډون پنځلسو حکومتي ادارو ته یو ځای ودانۍ جوړې شوي او ډیری حکومتي ادارې همدې ودانیو ته رالیږدول شوي دي، همدارنګه د ځینو ادارو له پاره د نویو ودانیو په جوړولو کارونه روان دي، خو مراجعین وايي، چې د یو شمېر اسانتیاوو سره، سره هم اداري کمپلیکس د ښار څخه په لیرې واټن کې جوړ شوی او دوی تر اوسه د ترانسپورټیشن په برخه کې د جدي ستونزو سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG