د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست ښاروال بندي شو


د خوست استناف څارنوالی چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د ښاروالۍ سرپرست رئیس انجینر شریف د استناف محکمې له خوا د څه د پاسه دوولس میلیونه افغانیو په مالي معامله کې د غدر او اختلاس په تور په اوه کاله بند محکوم شوی وو.

د خوست استناف څارنوالی چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د ښاروالۍ سرپرست رئیس انجینر شریف د استناف محکمې له خوا د څه د پاسه دوولس میلیونه افغانیو په مالي معامله کې د غدر او اختلاس په تور په اوه کاله بند محکوم شوی وو، خو د یو شمیر حکومتي چارواکیو د مقاومت له کبله ازاد ګرځیده، چې تېره ورځ د یادې ادارې له خوا ونیول شو او زندان ته واستول شو.

په افغانستان کې د کابلبانک په قضیه کې د تورنو کسانو وروسته دخوست سرپرست ښاروال دویم لوړ پوړی حکومتي مسوول وو، چې د خوست د استناف څارنوالی له خوا پرې د محکمې حکم تطبیق شو او زندان ته واستول شو.

د خوست استناف څارنوال شعیب ثابت رسنیو سره په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د تېرې سېشنبې پر ورځ يې د خوست سرپرست ښاروال نیولی او زندان ته يې استولی دی.

نوموړي وویل، چې په سرپرست ښاروال د تیر کال په حوت میاشت کې د استناف محکمې له خوا د اوه کاله قید حکم شوی وو، خو تر اوسه د یو شمېر لوړ رتبه چارواکیو د مقاومت له کبله نه وو نیول شوی:

((تیره ورځ د خوست ښاروالۍ سرپرست محمد شریف چې د دولت د اصولو په خلاف يې یو قرارداد کړی وو، په هغه کې دوولس میلیونه نهه لکه دوولس زره افغانۍ حکومت ته خساره رسیدلې وه، او دې له پاره موږ په قانون جزاء کې د اختلاس او غدر په نوم سزا لرو همدارنګه کوم شرکت چې برنده وو په لوړ نرخ افر نه وو ورکړل شوی، ځکه دا د بازار د منډايي د تاجايي موضوع وه، دولت له پاره عاید وو، د هغې نه په ټیټ نرخ باندې ورکړل شوی وو، سره له دې چې کوم کس ته په ټیټ نرخ باندې ورکړل شوی وو، د هغې په اسناده کې هم ده ګوتې وهلې وې، په هغه کې يې قلم خورده ګي کړې وه، تر څو خپل ارتباطي قرادادي سره قرارداد امضاء کړي.))

شعیب ثابت وايي، دوی له پیله په همدې هڅه کې وو، چې د محکمې حکم تطبیق کړي، خو په وینا يې یو شمېر لوړ رتبه چارواکیو چې نومونه يې په ډاګه نه کړل د دې کار مخالفت کاوه، خو اوس د نوي حکومت په راتللو سره چې د فساد پر وړاندې کلکه مبارزه يې د کار په لومړیتوبونو کې ده، دی ونیو او زندان ته يې ولیږه.

XS
SM
MD
LG