د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر پیرمېله کې ځانمرګي برید پینځه تنه وژلي ګڼ ژوبل


سرکاري چارواکي وایي، چې نن د چارشنبې ګهیځ د خېبر ایجنسۍ په لیرې پرته سیمه پیرمېله کې له یوه ځانمرګي بریده لږ تر لږه پینځه کسه وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي.

د خېبرا يجنسۍ ځايي امنيتي چارواکي وايي، چې د لیرې پرتې سيمې تيراه درې د ذخه خېلو په پير مېله نومي ځاى کې د توحيد اسلام د غړيو پر يوه موټر ځانمرګى بريد شوى، چې لږ تر لږه پینځه کسان یې وژلي او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.

د دوى په وينا، په ټپيانو کې دوه ماشومان هم دي. د ځينو ژوبلو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر پورته شي.

د خېبر ايجنسۍ يوه ځايي امنيتي چارواکي د نوم او غږ نه خپرولو په شرط ازادۍ راډيو ته وويل، چې په دغه سيمه کې د توحيد اسلام په نامه يوه حکومت پلوه وسله واله ډله موجوده ده، چې وخت ناوخته يې د منګل باغ په مشرۍ د لشکر اسلام او همداراز د انصار الاسلام له وسله والې ډلې سره خپلمنځي نښتې کېږي، چې له امله يې تردې دمه دواړو غاړو ته درنه مرګژوبله اوښتې.

د خېبر ايجنسۍ يو ځايي خبريال په دې سيمې کې د مېشتو وسله والو ډلو په اړه وويل:

"دا سيمه د پيرمېله منډيي په نوم يادېږي، چې پکې دتوحید اسلام « امن کومېټۍ » په غړيو ځانمرګي بريد شوى دی. په دې سيمه کې وخت ناوخته پر دوى بريدونه شوي دي. دلته د لشکر اسلام، انصار اسلام او تحريک طالبان په ګډون د يو شمېر نورو وسله والو ډلو ګڼ وسله وال مېشت دي."

خېبر ايجنسۍ ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده، چې له افغانستان او د خېبر پښتونخوا له مرکز پېښور سره نښتې اوږدې پولې لري.

په دې سيمه کې په دې وروستيو کې په داسې حال کې د وسله والو په ترورېستي فعاليتونو کې ډېروالى راغلى، چې پاکستانيو ځواکونو د شمالي وزيرستان او همداراز په خېبر ايجنسۍ کې د مېشتو سختدريځه وسله والو پر ضد پوځي عمليات کړي او ادعا کوي، چې په دې عملياتو کې يې تر دمه په دې سيمه کې مېشتو کورنيو او بهرنيو وسله والو ته درنه مرګژوبله اړولې او د هغوى ګڼ مرکزونه يې له منځه وړي دي.

خو خپلواکو او ځايي سرچينو لا تر دې دمه د پاکستانيو ځواکونو د دغې ادعا پخلى نه دى کړى، ځکه چې پاکستانى پوځ دغو سيمو ته خبريالان نه ورپرېږدي.

که څه هم د پاکستان پوځي مقامات ډیورنډ کرښې ته څېرمه په قبايلي سيمو کې روان پوځي عمليات کامياب بولي، خو د پاکستان د سياسي او دفاعي چارو يو شمېر کتونکي، په قبايلي سيمو او همداراز د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور او نورو اړوندو سيمو کې وروستيو ترورېستي بريدونو ته په کتو وايي، چې ډېرى وسله وال تر پوځي عملياتو مخکې له سيمې وتلي او د نورو قبايلي سيمو په ګډون د پاکستان په ښاري سيمو کې پټ شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د خېبر ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې دا مهال د پاکستانيو وسله والو طالبانو په ګډون، د لشکر اسلام او انصاراسلام په نامه د وسله والو ډلو جګړه مار مېشت دي، چې نه يواځې په يادې سيمې ، بلکې د پولې پورې غاړې په افغانستان کې هم ترهګر بريدونه کوي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG