د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ټول افغانان د ملالې یوسفزۍ پر نوبېل امن جایزه ویاړي'


په کابل کې د ملالې یوسفزۍ پر نوبېل امن جایزه رابلل شوي کنفرانس ته وتلی لیکوال نجیب منلی وینا کوي
په کابل کې د ملالې یوسفزۍ پر نوبېل امن جایزه رابلل شوي کنفرانس ته وتلی لیکوال نجیب منلی وینا کوي

افغان لیکوال نجیب الله منلی د غونډې ګډونوالو ته وویل؛ ټول افغانان د ملالې په دې ویاړ خوښ دي او دا د سیمې په سطحه لویه لاسته راوړنه بولي.

افغان فرهنګیان او مدني فعالان ملالې یوسفزۍ ته د سولې په برخه کې د نړیوالې جایزې ورکړه د سیمې لپاره ستر ویاړ او لویه لاسته راوړنه بولي.

افغان فرهنګیان او د مدني ټولنو فعالان ملالې یوسفزۍ ته د نوبل د جایزې په ورکړه خوښي څرګندوي او وايي چې؛ ملالې یوسفزۍ په کوچني عمر کې سیمې او په تیره بیا پښتنو ته چې د جنګ قربانیان دي؛ ښه ویاړ ور په برخه کړ.

فرهنګیانو او مدني فعلانو د دوشنبې په ورځ په یوه غونډه کې وویل؛ ددې راټولیدنې هدف یې دا دی چې؛ په ژوندوني یوه اتله چې هڅې یې د پوهنې او سولې لپاره دي او په دې برخه کې یې د نوبل جایزه تر لاسه کړه وستايي.

افغان لیکوال نجیب الله منلی د غونډې ګډونوالو ته وویل؛ ټول افغانان د ملالې په دې ویاړ خوښ دي او دا د سیمې په سطحه لویه لاسته راوړنه بولي.

"نن ډېر د خوشحالۍ ځای دی چې؛ د سولې د نوبل نړیواله جایزه موږ اخیستې ده؛ دا ورځ له شک پرته د افغانستان ورځ ده؛ دا د پښتونخوا او پاکستان ورځ ده؛ موږ دوی هم له دې نشو محرومولی؛ دا ورځ د هندوستان، منځنۍ او جنوبي اسیا ورځ ده او بلاخره بې له شکه دا د ټولې سیمې د لوړاوي ورځ ده."

د خیبر پښتونخوا د سوات د سیمې اوسیدونکي ملالې یوسفزۍ د پوهنې او سولې په برخه کې د ښه فعالیتونو له امله د اکتوبر په لسمه نیټه د هندي فعال کلاش ستاریاتي سره په ګډه د ۲۰۱۴ کال د سولې نړیواله جایزه واخیسته .

ملالې یوسفزۍ په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د تعلیم او بشري حقونو په برخه کې له خپلې سیمې سوات څخه مبارزه پیل کړه او په همدې وختونو کې یې وکولای شول؛ په خپلو هڅو په سیمه کې څو ښځینه ښوونځي فعاله کړي.

په دې موده کې د هغې دې هڅو په سیمه کې غبرګونونه راوپارول او بلاخره هغه د وسله والو کسانو په یوه حمله کې زخمي او وروسته د علاج لپاره لندن ته ولیږدول شوه.

افغان میرمنې وايي، ملاله یوسفزۍ په داسې وخت کې د نوبل نړیواله جایزه تر لاسه کوي چې؛ په سیمه کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي ډير شوي او دوی نه پریښودل کیږي؛ چې خپل اساسي حقونه تر لاسه کړي.

افغان لیکواله او د ولسي جرګې پخوانۍ غړي صفیه صديقي ازادي راډيو ته وویل؛ ملالې یوسفزۍ ته د نوبل جایزه د ټولو ښځو لپاره د ویاړ زیری دی او دا به په سیمه کې ښځې وهڅوي چې؛ د ټولنې د پرمختګ لپاره خپل رول ادا کړي.

"دا لومړی ځل دی چې زموږ په ټولنه کې یوه ښځه د نوبل جایزه تر لاسه کوي. هغه ښځه چې بدبختانه زموږ په ټولنه کې ورته د تعلیم او کار حق نه دی ورکړ شوی او دوی د کور څخه هم بیرون نه پریښودل کیږي.

که له داسې ټولنې څوک د نوبل جایزه تر لاسه کوي؛ نو بې له شکه د ټولو خلکو او ښځو لپاره د ویاړ خبره ده."

افغان فرهنګیان او مدني فعالان له حکومته غواړي چې؛ ملالې یوسفزۍ ته د نوبل مډال د ورکړې په مراسمو کې په لوړه سطحه برخه واخلي او د هغې د میړانې ستاینه وکړي.

له دې سره افغانان په دې نظر دي چې؛ په سیمه او افغاني ټولنه کې ډيرې نورې داسې ښځې او نجونه شته چې که زمینه ورته برابره شي نو کولای شي د ملالې غوندې نړیوالې جایزې په نورو برخو کې هم تر لاسه کړي.

XS
SM
MD
LG