د بلوچستان په کویټه، پشین ، کلا عبدالله ، ژوب ، شیراني او لسبیله ضلعو کې ماشومانو ته د پولیو ورکولو لړۍ چې د دوشنبې پر ورځ پیل شوې لا هم ادامه لري.
دا لړۍ به سبا هم روانه وي او په ترڅ کې به یې د چارواکو په وینا د اته نیمو لکو نه زیاتو ماشومانو ته د پولیو ( ګوزڼ) څاڅکي ورکول کېږي.
د بلوچستان د محکمه صحت چارواکي ادعا کوي چې سږ کال په کویټه، پشین او کلا عبدالله کې د پولیو شپږ نور کیسونه څارل شوي دي.