د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوجستان: پر ډله ییزه قبرونو عدالتي راپور نمګړی دی


بلوچستان:په تېرو درې نیمو کلونو کې تر۸۰۰ زیات مړي موندل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:22 0:00

په بلوچستان کې د بشري حقونو یو تنظیم وايي په خضدار کې د روان کال په سر کې د دریوو ډله ایزو قبرونو د معلومولو لپاره د عدالتي کمیشن راپور نیمګړی دی او دوی یې له لاس ته راوړنو څخه مطمین نه دي.

د بشري حقونو د تنظیم يو مشر طاهر حسین ايډوکېټ نن (سېشنبه) مشال ريډیو ته وویل، د عدالتي کميشن رپوټ ډېر غېر واضحه دی، او هېڅوک هم نه پيژني.

طاهر حسین زیاتوي، په دې مړيو کې يوازې د دريو کسانو پېژندګلوي شوې، چې هغه لا درکه بلوڅان وو، خو د نورو پېژندګلوي لا هم نه ده شوې.

د خضدار په توتک سیمه کې د روان کال په جنورۍ مياشت کې درې ډله ایز قبرونه موندل شوي وو، له هغې پس د مدني ټولنو او د لا درکه شویو بلوڅو د کورنيو د غړيو په خواست د پاکستان حکومت د دغو قبرونو د ذمه واره د مالومولو او هغوی ته د سزا ورکولو لپاره عدالتي کميشن جوړ کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG