د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ مرکزي زندان ته د سرنګ وهلو هڅه ناکامه کړل شوه


د کراچۍ مرکزي زندان
د کراچۍ مرکزي زندان

د نیمه پوځي دستو «رینجر ځواک» چارواکي وایي دغه سرنګ د کراچۍ مرکزي زندان سره نزدې د غوثیه کالونۍ له یوه کوره کیندل شوی و،

کراچۍ: د پاکستان په کراچۍ ښار کې امنیتي ځواکونو د دغه ښار په مرکزي زندان د حملې کوشش کولو ناکامولو دعوه کړې ده، چارواکي وایي د کراچۍ مرکزي زندان پر لور هلته له یوه نژدې کوره سرنګ وهل شوی خو زندان ته تر رسېدو وړاندې یې دغه پلان شنډ کړ.

د نیمه پوځي دستو «رینجر ځواک» چارواکي وایي دغه سرنګ د کراچۍ مرکزي زندان سره نزدې د غوثیه کالونۍ له یوه کوره کیندل شوی و، چې موخه یې د زندان داخلي برخې ته رسېدل و، د نوموړي په وینا دغه سرنګ ۴۵ میټره جوړ شوی دی او که لس میټره نور وهل شوی وای نو دا به د زندان ۲۵ او ۲۶ نمبر بېرکونو ته رسېدلی وای.

چارواکي وایي په دغو دواړو بېرکونو کې د وسله والو ډلو مهم غړي زندانیان دي.

د رینجر ځواک لوړ پوړي چارواکي کرنل طاهر تېره ورځ «دوشنبه» په کراچۍ کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل:

«دا سرنګ د غوثیه کالونۍ په یو کور کې د اوبو په ټینکۍ کې ۱۰ فټه ښکته شورو شوی او بیا د زندان په لور غځول شوی دی، د جېل داخلی برخې ته په رسولو کې لس میټره فاصله پاتې وه«

د نوموړي په وینا د دې سرنګ له لارې د کراچۍ په مرکزي زندان حمله کول او له دې څخه د وسله والو د ځینو ملګرو د ویستولو پروګرام و چې امنیتي ځواکونو وار د مخه شنډ کړ.

هغه زیاته کړه ښایي د زندان له دننه هم ځینې عناصر د سرنګ وهلو په کار کې ککړ وي.

«د سرنګ په جوړولو کې انتهایي حساس الات کارول شوي دي، د زندان د بېرکونو لورې ښودل او ځینې نور داسې شیان شته چې مالومات یې د زندان دننه عناصر ورکولی شي، خو په دې اړه پلټنې روانې دي»

کرنل طاهر وویل په پېښه کې ککړ ځینې مشکوک کسان یې نیولي دي خو هغه دا څرګنده نه کړه چې دا کسان د کومې ډلې غړي دي.

د سیند صوبې د جیلونو وزیر منظور وسان ویلي د کراچۍ په مرکزي زندان کې تر سلو زیات داسې مجرمان موجود دي کوم چې په لویو جرمونو کې ککړ دي. هغه زیاته کړه هغه کور چې یاد سرنګ ترې وهل شوی دی دا څه موده مخکې د کراچۍ د یو پولیس سرتیري ملکیت و.

«دی وایي زندان ته چې له کوم کوره سرنګ کیندل شوی وو، په دې کور کې څه موده مخکې یو پولیس سرتیری اوسېدلو، دا کور شاوخوا درې لاکه روپۍ قیمت لري خو هغه دا په ۱۴ لاکه خرڅ کړی دی»

نوموړي زیاته کړه په دې اړه یې پلټنې شورو کړي چې په دې پېښه کې د زندان ساتونکي پولیس او که بلڅوک لاس لري.

یاده دې وي په خېبر پښتونخوا صوبه کې د بنو او ډېره اسماعیل خان د زندانونو ماتولو راهیسې د کراچۍ مرکزي زندان تر سخت امنیت لاندې نیول شوی دی. د یاد جېل د ساتنې په موخه د زندان بهر دویم دېوال جوړ شوی او اضافي سرتیري د جیل ساتنې په موخه ځای پر ځای شوي دي.

همدا راز په دې موده کې رېنجر سرتیرو په یاد زندانو کې د لټون عملیات هم کړي ول چې په ترڅ کې یې له یو شمېر زندانیانو څخه موبایل ټېلیفونونه، واړه کمپویټرونه او د انټرنیټ کارولو الې ترلاسه شوې وې. له دې وروسته د کراچۍ زندان په احاطه کې د موبایل ټېلیفون سګنل بندونکې الې یا جامرې هم لګول شوي دي.

XS
SM
MD
LG