د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د هند او پاکستان لانجه په خبرو هوارېدای شي”


د دوشنبې پر ورځ د پاکستان وزیر اعظم نوازشریف د دوو امریکايي سناتورانو ټم کين او اينګس کنګ سره په خپل دفتر کې کتلي او د نورو چارو ترڅنګ یې د هند او پاکستان ترمنځ پر کنټرول کرښه د روانو ناندریو په اړه یې هم ورسره خبرې کړي دي.

د پاکستان وزیر اعظم د دفتر یو چارواکي نن (سېشنبه) مشال راډیو ته وویل چې نوازشریف امریکايي سناتورانو ته وویل، هند او پاکستان ترمنځ شخړه یوازې د خبرو او مذاکراتو له لارې حل کیدای شي او د کشمیر مسلې د دایمي حل لپاره اړینه ده چې د ملګرو ملتونو قرار دادونو ته اهمیت ورکړل شي.

په اسلام آباد کې د امريکا سفارت وايي د امریکايي سناتورانو او پاکستاني وزیر اعظم ترمنځ په خبرو کې په سيمه کې د سلامتۍ په صورتحال رڼا اچول شوې ده.

د وزيراعظم نواز شريف سره د ملاقات نه وړاندې د امريکا سينټرانو د پاکستان پوځ مشر جنرل راحيل شريف سره هم ملاقات وکړو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG