د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات خلک ولې ملاله نشي لمانځلی؟


د سویډن په ستاکهوم کې د نوبېل امن کمېټې مرکز په نوبېل باغچه کې د ملالې او ستیارتي تصویرونه راځوړند دي
د سویډن په ستاکهوم کې د نوبېل امن کمېټې مرکز په نوبېل باغچه کې د ملالې او ستیارتي تصویرونه راځوړند دي

'د دنيا په بيلابيلو برخو کې هغې ته د نوبل انعام ورکول ولمانځل شو خو د هغې په خپله سيمه سوات کې ځايي اوسيدونکي د طالب وسله والو له وېرې په خلاص زړه د نوموړې ملاتړ نشی کولی.'

ده ټايمز ورځپاڼه ليکي چې له واشنګټن تر ټوکيو پورې اولس کلنې ملالې يوسفزۍ ته د تعليم مبارزې لپاره د نوبل جایزې ورکول وستايل شول خو د هغې په پلرنۍ سيمه د سوات په مينګوره کې د طالبانو د وېرې ډير خلک په ښکاره د نوموړې انعام نه شي لمانځلی.

د سوات د امن کونسل وياند او د ملالې يوسفزئ د کورنۍ دوست، احمد شاه ورځپاڼې ته ويلي چې په سوات کې د بدامنۍ له وجې د ملالې په ملاتړ خبرې کول ډير مشکل کار دی. د هغه په خبره نوموړې د طالبانو د دښمنۍ نښه ده او که څه هم د سوات اکثره خلک د ملالې پلويان دي خو د وسله والو له وېرې په ښکاره د دي اظهار نه شي کولی.

ټايمز ورځپاڼې ليکلي چې پر سوات لا هم د پاکستاني طالبانو د وېرې سيوری خور دی. د دې ډلې مشر ملا فضل الله د سوات دی او پر ملالې د بريد حکم هم همده ورکړی وو. د دغه حکم د عملي کولو په ترڅ کې، د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر په نهم تاريخ طالبانو، ملاله يوسفزۍ پر سر وويشتله خو هغه ډيره موده روغتون کې تر درملنې وروسته ژوندۍ پاتې شوه.

ملاله طالبانو سره د دښمنۍ نښه ده او که څه هم د سوات اکثره خلک د ملالې پلويان دي خو د وسله والو له وېرې په ښکاره د دي اظهار نه شي کولی.

د سوات په يو ښوونځي کې استاد، محمد سليم ورځپاڼې ته ويلي چې د ځينو خلکو ملاله او د هغې پلار نه دي خوښ نو ځکه يې طرفداري نه کوي خو د نوموړي په خبره اکثره خلک له طالبانو ويريږي او له همدې وجې نه غواړي هغې سره ورته تړاو ورکړل شي. محمد سليم زياته کړي چې حکومت په سوات کې يو کالج د ملالې په نوم ونوماوه خو زده کوونکو يې پر ضد مظاهره وکړه ځکه چې هغوی ويريدل چې پر کالج د ملالې يوسفزۍ نوم ايښودل به پر هغوی د بريدونو خطر ډير کړي.

د ټايمز ورځپانې په خبره دا کال په سوات کې درويشت کسان په هدفي حملو کې وژل شوي. دا شمېر تر تېر کال ډير زيات دی. تېر کال په سوات کې نهه کسان په ورته بريدونو کې وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG