د لاسرسي ځای

د هند او پاکستان کړکیچ پر خطرناکه ژۍ دی


د هند او پاکستان لومړي وزیران

د هند او پاکستان لومړي وزیران

رويټرز خبري اژانس ليکي د پاکستان او هند ترمنځ پر پوله د نښتو وروستو د هند وزيراعظم ډير سخت غبرګون ښودلی او ويلي دي چې د اسلام اباد زاړه عادتونه به برداشت نه کړل شي.

رويټرز خبري اژانس ليکي د پاکستان او هند ترمنځ پر پوله د نښتو وروستو د هند وزيراعظم ډير سخت غبرګون ښودلی او ويلي دي چې د اسلام اباد زاړه عادتونه به ونه زغمي.

په مقاله کې راغلي : د پاکستان او هندوستان موجوده رويه د دواړو هېوادونو او په خاصه توګه د جنګ ځپلو کشميريانو لپاره ډېره خطرناکه ده.

د پاکستان او هند ترمنځ پر پوله د نښتو له وجې يو شمېر خلکو ته مرګژوبله اوښتې او په سلګونو خلکو کډې کړيدي چې پرې د هند وزيرعظم سخته غوسه ښودلې.

د هند وزيراعظم پاکستان ته په اشاره ويلي دي چې دښمن اوس دا خبره منلې چې حالات بدل شوي او زاړه عادتونه به يې ونه زغمل شي.

د مودي ملاتړي وايي چې د نوموړي لخوا د سختو څرګندونو موخه د هندوستان د طاقت په ډاګه کول دي او دا رنګ پاکستان پوځ ته دا پېغام ورکوي چې د دوی پر زمکه تر حملې مخکې دې سوچ کوي.

په مقاله کې راغلي: د هندي وزيراعظم لخوا دغه بيان د هغې ستراتېژۍ برخه ده چې يو مقصد يي دا هم دی چې له خپل ګاونډي هيواد چين سره ځان اوس د برابرۍ پر بنياد ودروي. په مقاله کې راغلي دي چې د پاکستان او هند ترمنځ پر پوله د نښتو له وجې قريبا ۲۰۰۰۰ خلکو کډې کړيدي.

همداراز ملالې يوسفزۍ او د هند کلاش ستيارتي په ګډه د سولې نړيوالې جايزې څو ګنټې وړاندی د پاکستان او هندوستان ترمنځ پر پوله د ډزو تبادله تر څه وخته پورې ودريدلې وه خو نن سحر بيا پيل شوه.

په مقاله کې راغلي : د هندوستان لخوا دغه نوې رويه د کشمير د جنګ ځپلې سيمه لپاره ډيره خطرناکه ده ځکه چې له دی سره د اسلام اباد او نوي ډيلي ترمنځ په ۲۰۰۳ م کال کې شوې د اوربند لوظنامې ته ډير زيان رسيدلی.

همداراز د يادو دواړو اټومي هيوادونو ترمنځ د کشمير پر سر دوه جنګونه هم شوې دي.

د هند د نوي وزيرعظم له راتلو وروستو د دی هيواد د پوځي مشرانو حوصلې لوړې شوي چې د هیواد پر پولو ګشتونه تيز کړي او دارنګ که چېرې بريد پرې کيږي نو په سختۍ سره دی ځواب ورکوي.

نوي ډيلي پر دی خبره ټينګار کوي چې تر هغو پورې له پاکستان سره مزاکراتو ته نه کيني تر څو چې اسلام اباد د دوي تر انتظام لاندی کشمير ته وسلوال استول نه وي بند کړي.

د پاکستان د پوځ پخوانې افسر اکرام سيګل وايي دا هغه څه دي چې دوي فکر کاوه که چېرې نريندرا مودي د هندوستان وزيرعظم جوړ شو نو مخې ته به راځي ، د ده په خبره د دواړو هيوادونو ترمنځ د روان کړکيچ له وجې په اسانه داسې حالان جوړيدی شي چې د پاکستان او هندوستان لپاره به ښه نه وي.

په مقاله کې راغلي : پاکستان په هيواد دننه له وسلوالو سره په مبارزه بوخت دی نو کېدې شي چې هندوستان دا فکر کوي پاکستان نه شي کولې چې په کشمير کې تشدد ته هوا ورکړي. خو دا ده چې د هندوستان دغه رويه د پاکستان لپاره هم خطرناکه ده.

XS
SM
MD
LG