د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د لرغونو اثارو نندارتون پرانیستل شو


خوست کې د لرغون اثارو نندارتون
خوست کې د لرغون اثارو نندارتون

په خوست کې د لرغونو توکیو په یو نندارتون کې کارپوهانو او چارواکو د تاریخي اثارو او موزیمونو په اهمیت رڼا واچوله.

د نندارتون یو تن لیدونکی سپین روان نورزی مشال راډیو ته وویل :


((موزیمونه او د تاریخي توکو نندارتونونه زموږ د ځوان نسل ذهنونه روښانوي
او په دې يې خبروي، چې په تېر تاریخ کې څه ډول توکي او اثار کاریدل، دا
په خپله د تاریخ پوهنې یوه غني برخه ده.))


یاد نندارتون چې د ټولنې د نښلونې موسسې په نووښت جوړ شوی، په کې د خوست موزیم بیلابیل لرغوني اثار او د دې سیمې یو شمېر لاسي توکي نندارې ته
اېښودل شوي دي.

په خوست کې د لرغونو اثارو نندارتون
په خوست کې د لرغونو اثارو نندارتون


د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یو تن کارکوونکي د د دې نندارتون په
باب داسې څرګندونې وکړې:


((انور زاهد یم د ځوانانو د چارو امر، دا چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست
په انګړ کې د ټولنې د نښلونې د موسسې له خوا موږ ته دا د موزیم د تاریخي
اثارو یو نندارتون پرانیستل شوی دی او د اتاریخي اثار چې دي، د خوست د
ولسونو او ځوانانو له پاره درې ورځې نندارې ته اېښودل شوي دي.))


لیکوال او شاعر طالب منګل وايي، جوړ شوی نندارتون جالب دی، خو د
نندارتونونو جوړونکي باید مخکې له مخکې په دې اړه عامه پوهاوی وکړي، تر
څو د کلیوالي او اطرافي سیمو خلک هم د دې توکو نندارې ته راشي او د خپل
هېواد د کلتور او فرهنګ په باب څه نا څه مالومات پیدا کړي:


((کوم نندارتون چې د تاریخي توکو څخه جوړ شوی دی، دا نندارتون په رښتیا
چې د کتونکو له پاره ډېر جالب دی، په دې بیلابیل تاریخي اثار اېښودل شوي
دي، او ننداره کوونکو ته د تېرو زمانو د خلکو کړه وړه او کاریدونکي توکيو
بیلګې وړاندې کوي، د داسو تندارتونونو له پاره په کار ده، چې په پراخه
کچه عامه پوهاوی ترسره شي، تر څو زده کوونکي، ځوانان او خلک چې په کلیو
او بانډو کې اوسیږي راشي او د دې شیانو ننداره وکړي.))


د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې خوست والي عبدالجبار نعیمي هم وینا
وکړه او ویې ویل، چې افغانستان او په ځانګړي ډول خوست لرغونی مدنیت لري
او په دې ځای کې د دې مدنیت نښې نښانې له پخوا نه راڅرګندې شوي دي.
ښاغلي نعیمي د دې هېواد د تاریخ د هرې برخې ساتنه او پالنه د ټولو
افغانانو دنده وبلله او په ټینګار یې یو ځل بیا د خوستوالو په کلکه
وغوښتل، که چیرې په کور، چم او ګاونډ کې لرغوني اثار لري، د ساتنې او د
هېواد د اصیل کلتور د خوندیتوب له پاره دې موزیم ته وسپاري.


په همدې حال کې خوست والي ته د نبیل په نوم یو خوستي ځوان یوه لرغوني
توره اهداء کړه، چې نوموړي یاده توره نوموړي خوست موزیم ته وسپارله.
د خوست شیخ زاید پوهنتون یو تن محصل چې د نندارتون د توکو د کتنې له پاره راغلی وو، ویې ویل :


((نوم مې مبین منګل دی، د شیخ زاید پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي
محصل یم، په نننۍ ورځ کې مې په رښتیا هم ډېر داسې توکي ولیدل، کوم چې موږ
ته د پلرونو او نیکونو د وختونو نه راپاتې شوي دي، داسې توکي په کې وو،
چې په لیدو مې حیراني څرګنده کړه.))


یاده دې وي، چې د خوست د چارواکیو له خوا د خوست موزیم راچاپیره دیوال چې
د څه د پاسه څلور میلیونه افغانیو په لګښت د شپږ جریبه ځمکې څخه راتاو
شوی هم پرانیستل شو.

XS
SM
MD
LG