د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا : دکابل او اسلام اباد ترمنځ د انرجي تړون هرکلی کوو


اسحاق ډار او عمر زاخیلوال ( فایل فوټو )
اسحاق ډار او عمر زاخیلوال ( فایل فوټو )

د جنوبي او مرکزي اسیا تر مینځه د انرجۍ په برخه کې د تجارت لپاره پاکستان او افغانستان د بجلۍ د ټرانزیټ تړون لاس لیک کړ. تیره ورځ په واشنګټن کې پدي تړون د پاکستان د خزاني وزیر اسحاق ډار او د هغه افغان سیال عمر زاخیلوال لاس لیکونه وکړل.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې امریکا د پاکستان او افغانستان تر مینځه د دې معاهدي هر کلي کوي.

امریکا وايي دا تړون د کابل او اسلام اباد په دوه اړخیزه اړیکو کې مهم ګام دی او د اشرف غني احمدزي او د عبدالله عبدالله په مشرۍ کې د نوي افغان حکومت د بهرنۍ کړن لارې په برخه کې یوه مهمه بریا ده.

د دې تړون تر مخه به کرغزستان ، تاجکستان ، افغانستان او پاکستان تر مینځه دبریښنا راکړه ورکړه یقیني شي.

XS
SM
MD
LG