دپاکستان د وزیر اعظم د بهرنیو چارو صلاح کار سرتاج عزیز وايي دپاکستان حکومت او اولس په دې خبره خوشاله دي چې ملالې یوسفزۍ د سولې نوبل جایزه وګټله، خو د جایزې د ورکولو په غونډه کې به دپاکستان وزیر اعظم ښايي برخه وانخلي ځکه چې نوموړی به په هغه ورځ په چین کې وي او نور مصروفیات به ولري.
ملالې یوسفزۍ د نوبیل انعام ګټلو نه وروستو په خپله وینا کې د پاکستان او هند وزیراعظمانو څخه هیله کړې وه چې د هغې او د هند کیلاش ستیارتي ته د نوبیل انعام د ورکولو په دستوره کې دې ګډون وکړي.
دسرتاج عزیز سره د مشال راډیو خبریال مجید بابر خبرې کړي چې دلته یې اوریدلای شئ :