د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملالې يوسفزۍ د نوبل انعام په اړه د ځينو سياست والو نظرونه


سوات کې د ملالې د نوبل انعام لمانځنه
سوات کې د ملالې د نوبل انعام لمانځنه

تر ټولو کم عمره نوبل انعام ګټونکې، ملالې يوسفزۍ په اړه د پاکستان د ځينو سياسي ګوندونو غړي وايي چې هغه د پښتنو وياړ دی او دا انعام به يې لا نوره وهڅوي چې د تعليم لپاره خپله مبارزه لا پسې تېزه او ښه کړي.

زاهد خان (عوامي نيشنل ګوند): دا د پاکستان او په ځانګړي ډول د پښتنو لپاره داسې يو انعام دی چې دنیا کې يې مثال نشته. موږ پري فخر کوو. تر دې مخکې آمرانو (Dictators) بهر دنيا کې د پښتنو داسې پيژندګلوي کړي وه چې دوی وحشيان او ترهګر دي. دا ضرور وايو چې نن ملالې په دنيا کې ثابته کړه چې پښتانه ترهګر نه دي. پښتانه امن خوښوي. ملالې يوسفزۍ ته د نوبل په ګټلو ټول پښتانه فخر محسوسوي.

ملاله يوسفزۍ
ملاله يوسفزۍ

افتاب احمد خان شيرپاو (قومي وطن ګوند): دا د خوشالۍ خبره ده چې يوه پښتنې جينۍ چې د يو مقصد لپاره يې ډير تکليفونه تېر کړل، نن په ټوله دنيا کې يو مشهور نوم دی. دا د پښتنو او ټول ملک لپاره ډيره ښه خبره ده. په خانګړې ډول پښتنې جينکۍ بايد ملاله د ځان لپاره د لارې رڼا وګڼي او په هغو ځايونو کې چې د ښځو تعليم پکې نشته، د تعليم لپاره کوششونه وکړي. دا ډيره لويه خبره ده چې ملاله تر اوسه تر ټولو کم عمره نوبل ګټونکې ده. دا هم د وياړ خبره ده چې هغه لومړۍ پښتنه ده چې دا انعام ګټي.

بشرا ګوهر (عوامي نيشنل ګوند): پښتنو، مبارک مو شه. موږ له خدای نن [د ملالې نوبل جایزې] د ډيرو اخترونو خوشالۍ يوځای راکړي. مبارک!

فیصل کريم کنډي (پيپلز ګوند): موږ ملالې ته د نوبل ورکول ستايو. دا خبره هم کوو چې پاکستان کې يوازې دا يوه ملاله نه ده. ډيرې داسې ملالې شته دی. وزيرستان کې شته. سوات کې شته. د ملالې پېښه ډيره رابرسېره شوه خو دي سره پاکستان کې هغه جينکو ته هم پام کول پکار دي چې د ملالې په شان دي. د دي ترڅنګ به زه دا هم ووايم چې موږ ملالې ته د دي انعام ورکول ستايوو. د فخر خبره ده.

صاحبزاده طارق الله (جماعت اسلامي): زه په دي ډير زيات خوشاله يم چې د يوې وروسته پاتې سيمې يوې جينۍ ته د تعليم پر مخ بيولو لپاره نوبل انعام ورکړل شو. دا جايزه موږ لپاره، د ټول ملک لپاره او په ځانګړي ډول د ملاکنډ سيمې لپاره ډيره د وياړه خبره ده.

XS
SM
MD
LG