د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملتان کې د تحريک انصاف په جلسه کې اوه کسان مړه شوي


ملتان کې د عمران خان د جلسې دوه مړي
ملتان کې د عمران خان د جلسې دوه مړي

د ملتان ښار مرستيال کميشنر، زاهد سليم ګوندل د عمران خان دا دعوې بې ځايه بللي او ويلي یې دي چې د سټيډيم (لوبغالي) پنځه دروازې خلاصې وي. نوموړي خبريالانو سره خبرو کې وويل چې د تحريک انصاف غړو ورته ويلي وو چې هغوی به د سټيډيم دننه پخپله د جلسې انتظام کوي.

د پاکستان د پنجاب صوبې په ملتان ښار کې د وزيراعظم نواز شريف د استعفال لپاره د حکومت پرضد د تحريک انصاف ګوند په يوه جلسه کې د ګډوډۍ له وجې پرون اووه کسان مړه او خوا او شا څلوېښت نور ژوبل شول.

دا خلک هغه وخت مړه او ژوبل شول چې خلک د هغه سټيديم څخه چې دا جلسه پکې روانه وه، څخه د وتو په حال کې په ګڼه ګوڼه کې تر پښو لاندې شول.

د تحريک انصاف ګوند مشر، عمران خان پرون خبريالانو سره خبرو کې د پېښې پړه پر ځايي چارواکو واچوله او وي ويل چې چارواکو بايد خلکو ته د سټيديم دروازې خلاصې کړي وای.

هغه زياته کړه:((د دي ځای چارواکي، مرستيال کميشنر د دې پېښې زمه وار دی. دی بايد له دندې ليري شي. په دي اړه دې لا نور تحقيقات وشي چې د خلکو دومره لويه جلسه کيږي نو د چارواکو دي خلکو ته له پام کولو، بغير نور کار څه دی؟ دا د چارواکو کار وو چې دومره ډير خلک وو نو دروازه يې ورته خلاصه کړی وای.))

خو د ملتان ښار مرستيال کميشنر، زاهد سليم ګوندل د عمران خان دا دعوې بې ځايه بللي او ويلي یې دي چې د سټيډيم (لوبغالي) پنځه دروازې خلاصې وي. نوموړي خبريالانو سره خبرو کې وويل چې د تحريک انصاف غړو ورته ويلي وو چې هغوی به د سټيډيم دننه پخپله د جلسې انتظام کوي.

د عمران خان د ملتان جلسې د ټېل ما ټېل يو متاثره کس په روغتون کې
د عمران خان د ملتان جلسې د ټېل ما ټېل يو متاثره کس په روغتون کې

عمران خان او د پاکستان عوامي تحريک ډلې مشر طاهرالقادري د هغو احتجاجي مظاهرو او ناستو مشري کوي چې له څو اونیوو راهیسې په اسلام آباد کې د حکومت د استعفا لپاره روانې دي. دوی تور لګوي چې وزيراعظم نواز شريف د تېر کال په انتخاباتو کې درغلي کړي وه نو ځکه په حکومت کې د پاتې کېدو جواز نلري خو حکمران مسلم لېګ (ن) ډله دا تورونه بې بنياده بولي.

XS
SM
MD
LG