د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: اتو تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې


د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقيوال د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل:

بېګا وسله والو طالبانو د چپليار ولسوالۍ اړوند د ماماخیلو په امنیتي پوسته بريد کړی چې د پوليسو په ځوابي ډزو کې څلور تنه د دولت مخالف وسله وال وژل شوي او څلور نور يې ټپیان شوي دي.

مشر قيوال خپلې غاړې ته د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل خو زیاته يې کړه چې په وژل شويو کې يو تن پاکستانی هم شامل دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG