د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله يوسفزۍ: دنيا ته به ښايو چې پښتانه امن خوښوي


ملاله يوسفزۍ
ملاله يوسفزۍ

ملاله یوسفزۍ تېر کال هم د سولې نوبېل جایزې لپاره نومول شوې وه خو دا ځل یې میدان یووړ.

د سولې نړيواله نوبل جايزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ وايې چې دنيا ته به وښئ چې پښتانه سوله خوښوونکي خلک دي او د دي انعام تر ګټلو وروسته به يې د ماشومانو د زده کړو لپاره مبارزه لا نوره پياوړې شي.

د ناروی د نوبل جايزې نړيوالې کميټې د جمعې په ورځ ملاله يوسفزۍ او د هندوستان کيلاش ستيارتي په ګډه د دوه زره څوارلسم کال لپاره د نوبېل سولې جايزې ګټونکي اعلان کړل.

پيښور کې خلک د ملالې په نوبل جايزې د خوښئ اتڼنونه کوي
پيښور کې خلک د ملالې په نوبل جايزې د خوښئ اتڼنونه کوي

تر اعلان وروسته خبر يالانو سره خبرو کې پرون ملالې يوسفزۍ د برطانيه په برمينګم ښار کې خبريالانو ته وويل چې دا جايزه د ټولو پښتنو لپاره وياړ دی. هغې زياته کړه چې د دي جایزې ګټل يې د مبارزې ختمېدل نه بلکې شروع کېدل دي.

نوموړې وويل: ((دا جايزه ماته لا نور همت راکوي. زه به له دې وروسته لا ډير کوشش کوم چې هر ماشوم ښوونځي ته لاړ شي. د دوی لپاره بايد کار وکړو چې تعليم وکړي. موږ به دنيا ته ښايو چې پښتانه امن غواړي او دوی غواړي چې ماشومان يې ښوونځيوو ته لاړ شي. زه هيله لرم چې تاسي به ماسره په دي لړ کې مرسته کوئ.))

ملالې يوسفزۍ د پاکستان او هندوستان له وزيراعظمانو وغوښتل چې د دسمبر په مياشت کې په اوسلو کې د دې جایزې د ورسپارلو پر مراسمو کې ګډون وکړي. هغې زياته کړه چې د دي دواړو هيوادونو ترمنځ د دښمنۍ پرځاي سولې ته اړتيا ده.

ملالې یوسفزۍ د نوبل د سولې خپله دغه جایزه په نړۍ کې هغو ماشومانو ته ډالۍ کړه چې د هغې په وينا يې اواز خاموشه دی.

کېلاش ستيارتي د خلکو مبارکۍ ځوابوي
کېلاش ستيارتي د خلکو مبارکۍ ځوابوي

د نوبل لپاره سږکال په دريو غوره کسانو کې د اېډورډ سنوډن چې پروسږ کال په اوړي کې یې د امریکا له خوا د څار یا جاسوسۍ مالومات ښکاره کړل، دویم کس د کیتوليک عیسویانو مشر پوپ فرانسېس وو چې د بې وزلو خلکو د حقونو پېژندل شوی اتل دی. ده په نړۍ کې د پرمختیا او د دولت د بیا وېش غوښتنې کړې دي او درېیم نوم د ملالې یوسفزۍ وو چې په سوات کې یې د جينکو د ښوونځیو ړنګولو پر ضد او تعلیم لپاره هلې ځلې کولې او بیا په ۲۰۱۲ز کال کې طالبانو وویشته.کېلاش ستیارتي ته ورکړل شوه چې په هندوستان کې د بشري حقونو ساتونکی دی.

ملاله یوسفزۍ تېر کال هم د سولې نوبل جایزې لپاره نومول شوې وه خو هغه ځل يې ونه ګټله.

د نجونو پر تعلیم د بندیز مخالفه یم او بس. ملاله
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:54 0:00

XS
SM
MD
LG