د لاسرسي ځای

“د هند او پاکستان اختلافات په خبرو هوارېدی شي”


د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون د هند او پاکستان پر حکومتونو غږ کړی دی چې خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې هوار کړي.

بېګا ناوخته د بان کي مون له دفتره په خپور شوي بیان کې پر نوي ډیلي او اسلام اباد غږ شوی چې د لانجمنې سیمې ((کشمیر د اوږدمهاله سولې او ثبات لپاره په تعمیري ډول هلې ځلې)) وکړي.

بیان وايي، بان په دې وروستیو کې د کنټرول پر کرښه د دواړو هېوادونو تر منځ د تاوتریخوالي پر پېښو اندېښمن دی. ب

یان زیاتوي، د ملګرو ملتونو مشر دواړو خواو ته پر مرګ ژوبلې او د ولسي وګړو پر بې کوره کولو د خپګان څرګندونه کړې.

د توغندیو ورولو او ډزو په پېښو کې د تېرې یوې اوونۍ پر مهال د کنټرول کرښې دواړو خواو ته شاوخوا ۱۷ ولسي وګړي وژل شوي دي. پر همدې موضوع د خبرو لپاره نن د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف په مشرۍ د قامي سلامتیا کمېټۍ غونډه هم کېږي.

XS
SM
MD
LG