د لاسرسي ځای

تازه خبر

“شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ عملیات مهم دي”


د افغانستان و پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ډینییل فیلډمن وايي، په شمالي وزیرستان کې د پاکستان وروستي پوځي عملیات ډېر مهم دي.

نوموړي د تېرې پنجشنبې پر ورځ له امریکا غږ راډیو سره د خبرو پر وخت وویل، واشنګټن په ښکاره ویلي دي چې په شمالي وزیرستان کې د سختدریځو پټنځایونه شته.

” موږ له ډېرې مودې راهیسې د دې ملاتړي ول چې په وزیرستان کې ترهګرۍ او سختدریځۍ هر ډول بڼه له مېنځه یووړل شي، هغه که تحریک طالبان پاکستان یا حقاني او هم په نورو بڼو کې شتون لري”

ډینییل فیلډمن زیاته کړه، د وزیرستان د عملیاتو تر بشپړېدو وروسته به دې نتیجې ته ورسېدای شي چې ایا ریښتیا هم پاکستان د سختدریځۍ پر وړاندې په جګړه کې خپلې ژمنې عملي کړې دي او که نه؟

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG