د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناروې د ۲۰۱۴ کال د سولې نوبېل جایزې اعلانوي


نن ( جمعه) د ناروې په مرکز اوسلو کې د ۲۰۱۴ز کال لپاره د سولې نوبېل جایزې ګټونکی یا ګټونکې اعلانېږي.

د انعام لپاره سږکال درې کسان غوره ګڼل کېږي. په دوی کې لومړی اېډورډ سنوډن دی چې د تېر کال په اوړي کې یې د امریکا له خوا د څار یا جاسوسۍ مالومات ښکاره کړل.

دویم کس د کیتلېک عیسویانو مشر پوپ فرانسېس دی چې د بې وزلو خلکو د حقونو پېژندل شوی اتل دی. ده په نړۍ کې د پرمختیا او د دولت د بیا وېش غوښتنې کړې دي.

د سولې نوبېل انعام لپاره درېیم نوم د ملالې یوسفزۍ دی چې په سوات کې یې د نجونو د ښوونځیو د ړنګولو ضد او تعلیم لپاره هلې ځلې کولې او بیا په ۲۰۱۲ز کال کې طالبانو وویشته.

د سږني انعام ګټونکي یا ګټونکې اعلان نن د پېښور پر وخت ماسپښين په دوو بجو کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG